BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:23 گرينويچ 2006 ,06 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په راتلونکي لمريز کال کې ښايي کوکنارزيات وي

دکوکنارو کرونده
ملگري ملتونه وايي د افغانستان په ١٣ ولايتونو کې د کوکنارو کر زيات شوى
د ملگرو ملتونو دفتروايي د يوې وروستۍ سروې له مخې په راتلونکي لمريز کال کې به د افغانستان په ١٣و ولايتونو کې د کوکنارو کښت ډير وي

د ملگرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې او د افغانستان د مخدره توکوسره د مبارزې وزارت هر کال د کوکنارو د کرکيلې سروې تر سره کوي. د سروې پربنسټ ٢٠٠٥ م کال کې ٢١ په سلو کې کمى راغلى و خو اوسنۍ سروې اټکل کوي چې ٢٠٠٦ کال کې به دغه کچه بيرته لوړه شي.

افغان چارواکو د لندن په کنفرانس کې هوډ کړى چې په افغانستان کې د مخدره توکو د کرکيلې او قاچاق مخنيوى به په ډير جديت وکړي.

نوې سروې ښيي چې ٢٠٠٦ کال کې د افغانستان په ١٣ و ولايتونو کې د کوکنارو کر کيلې وده موندلې، په ١٦ و ولايتونو کې په خپل حال پاتې ده او په دريو ولايتونو کې د کوکنارو کر لږ شوى.

د ملگرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې UNODC او د افغانستان د مخدره توکوسره د مبارزې وزارت دغه گډه سروې ترسره کړې چې ددوئ په وينا په هلمند، غور، ارزگان، زابل، ننگرهار، لغمان او بدخشان ولايتونو کې د تير کال په پرتله د کوکنارو کر کيله ډيره شوې.

تيرکال د ملگرو ملتونو او افغان دولت د کلنۍ سروې پر بنسټ په ټول افغانستان کې د کوکنارو په کرکيله کې ٢١ په سلو کې کمى راغلى و خو اوسنۍ سروې ښيي چې ٢٠٠٦ کال کې به دغه کچه بيرته لوړه شي.

د ملگرو ملتونو د دفتر وياند ايډرين ا يډوارډز وايي سروې ښيي چې سږ کال به دکوکنارو په کرکيلې کې زياتوالى راشي خو داچې څومره د اوس لپاره يې ويل گران دي.

((شواهد ښيي چې سږ کال به دکوکنارو کر کيله ډيره شي خو دقيقا نشم ويلي چې څومره. داسې پوښتنې هم مطرح شوي چې ولې د کوکنارو کر کيله ډيريږي، په رپوټ کې يې لامل بي وزلي او اقتصادي ستونزې په گوته شوي. همدارنگه په رپوټ کې پر بزگرانو د مخدره توکو د کاروباريانو له خوا د فشار يادونه هم شويده.))

د ملگرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې UNODC استازې ډوريس بدنبرگ په دې اړه انديښنه ښودلې او ويلي يي دي د کوکنارو د کرکيلې کمول اږدمهالې چاره ده او د هيواد له پرمختيايي بهير سره اړيکه لري. آغلي بدنبرگ ويلي مهمه دا ده چې د مخدره توکو د کاروباريانو مخنيوى وشي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت