|
نور ٣٠ ميليونه ډالر د بديل کر لپاره | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
کابل يو ځلې بيا د کوکنارو پر بندولو ټينگار کړى او د بزگرو د مرستې لپاره يې نور ٣٠ ميليونه ډالر بېل کړي دي. له نشه يي توکو سره د مبارزې وزير حبيب الله قادري وويل چې افغانان اړ دي د خپلو کوچنيانو د خونديتوب لپاره د نشه يي توکو د توليد په وړاندې ودرېږي. ښاغلي قادري په کابل له نشه يي توکيو سره د مبارزې د نړيوالې ورځې په مراسمو کې خبرې کولې چې سږکال تر دې نامه لاندې نمانځل کېږي: (( نشه يي توکي د کوچنيانو د لوبو شيان نه دي )) . افغان وزير چې بيا يې له نړيوالې ټولنې نه ددغې ستونزې په غوڅولو کې د مرستې غوښتنه وکړه، وويل: (( سروې ښيي چې يو ميليون کسان {په افغاسنتان کې} په نشه يي توکو اخته دي، چې ٧ په سلو کې يې کوچنيان جوړوي . ١٩ زره يې داسې کسان دي چې د ستنو په لگولو نشه يي توکي تيروي . او ډېر روږدي کسان په لويو ښارونو کې ژوند کوي . افغانان مجبور دي چې د خپلو بچو د ساتنې لپاره له دې پدېدې سره غوڅه مبارزه وکړي)). ښاغلي قادري وويل هڅې کوي چې د روږدو کسانو د درملنې لپاره لا زيات مرکزونه جوړ کړي . ده دمخدره توکو د کرکېلي د مخنيوي په اړه د خپلې ادارې هڅې بريالۍ وبللې او ويې ويل چې سږ کال هم څه باندې دېرش ميلون ډالري بودجې لري چې د بديل معيشت په ډول به يې د کليوالو سېمو د پر مختيا لپاره ولگوي. په تېرو ٤ کلونو کې نړيوالې ټولنې افغان دولت ته په ميليونو ډالرورکړي چې د نشه يي توکو د کر کېلې ، توليد او قاچاق مخه پرې ونيسې . خو لاهم داسې ښکارې چې په دې ډگر کې د افغان دولت په وړاندې سترې ننگونې پاتې دي. خوښاغلي قادري په ډاگه کړه چې د نشه يي توکو سره د مبارزې په ډگر کې دنړيوالو مرستې کافي نه وې او د لازياتو مرستو غوښتنه يې وکړه . د ملگرو ملتو سرمنشي کوفي عنان هم يادونه کړې چې له اپينو سره د مبارزې او د بې وزلۍ د راکمولو ښه لاره بزگرو ته د بديل معيشت برابرول دي . ښاغلي عنان د کابل مراسمو ته په استولي پيغام کې ويلي چې له افغانانو سره به مرستې جاري وساتي او هغو کسانو ته به چې اړ وي، لازم معلومات چمتو کړي. په ملگرو ملتونو کې له مخدره توکو سره دمبارزې مشر انتونيو ماريا کوستا هم دمخدره توکو پر ضد د پييل شويو هلوځلو د پيل يادونه کړې چې له بيلا بيلو لارو کوچنيان او نور د مخدرو توکو له زيانو څخه خبر کړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||