|
شمال کې کوکنار زيات کرل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت د شمال او شمال ختيځو ولايتونو چارواكو او واليانو ته په كلكه وويل چې د نشيي توكو په وړاندې دې خپلې منډې ترړې زياتې كړي . دافغانستان د شمال او شمال ختيځو ولايتونو واليان او د امنيې قومندانان په مزار شريف كې د كورنيو چارو د وزارت له خوا په دې ژمن وبلل شول چې د نشيي توكو د كښتونو د اړولو سربيره د توليد او قاچاق په وړاندې به پريكنده ګامونه اخلي . په دې غونډه كې د څيرمه اته ولايتونو واليانو او د امنيې قومندانانو برخه درلوده . د افغانستان په كورنيو چارو وزارت كې د نشيي توكو په وړاندې د مبارزې مرستيال وزير جنرال محمد داود داود وويل چې د نشيي توكو په وړاندې د دولت له خوا د مبارزي د زياتو هلو ځلو سر ه سره لا هم په زرګونو جريبه ځمكو كې د كوكنارو كښتونه هماغسې ولاړ دي . ده د شمال او شمال ختيځو ولايتونو دولتي چارواكو او واليانو ته په كلكه وويل چې د نشيي توكو په وړاندې دې خپلې منډې ترړې زياتې كړي . د افغانستان په شمال كې چارواكي وايي چې د بدخشان ، بغلان ، بلخ او فارياب په ليرې پرتو سيمو كې تر هر ځاى زيات كوكنار كرل شوي دي . چارواكي دا هغه سيمې بولي چې ددولت د امنيتي څانګو ولكه پرې كمه ده . دا ولايتونه له منځنۍ اسيا سره نژدې پوله لري او پوليس وايي چې د نشيي توكو قاچاق كونكي د منځنۍ اسيا بازارونو ته په ډيرې اسانۍ سره ددغو توكو پر ليږدولو بريالي كيږي . واليانو وويل چې دوى د خپل وس تر بريده د كوكنارو د كښتونو د له منځه وړلو هڅې كړي دي خو پر نړيوالې ټولنې او افغان اړوندو چارواكو يې نيوكې وكړې چې د نشيي توكو په وړاندې د مبارزې لپاره يې د ملاتړ كړې ژمنې نه دي پلې كړي . د بلخ والي عطا محمد نور وويل چې په ځينې ولايتونو كې چارواكي ان ددې وس نه لري چې د نشيي توكو د كښتونو د له منځه وړلو لپاره كرل شؤ سيمو ته ورشي . خو ښاغلي داود چارواكو ته ډاډ وركړ چې دولت دداسې يوې تګلار ې پر جوړولو بوخت دى چې د كوكنارو د كښتونو د له منځه وړلو لګښت پرې كړي . په دې غونډه كې د امريكا د متحدو ايالاتو او د برتانيا استازو هم ګډون درلود . دوى ټينګار وكړ چې د نشيي توكو قاچاق كونكي چې په هر ځاى كې وي بايد پيدا او قانون ته وسپارل شي . دوى د سينليس د ټولنې پر هغو هلو ځلو نيوكې وكړې چې وايي د نشيي توكو توليد ته دې په افغانستان كې قانوني بڼه وركړل شي . د افغان واليانو مهمه غوښتنه داده چې د كرنيز سيسټم بيا رغاونه دې ژر تر ژره وشي او دولت دې كروند ګرو ته هغه اسانتياوې برابرې كړي چې له مخې يې دوى د كوكنارو له كر كيلې څخه لاس واخلي . افغانستان چې يو كرنيز هيواد دى نژدې اتيا په سلو كې وګړي يې د چارواكو په وينا د كر كيلې له لارې خپلې اقتصادي اړتياوې پوره كوي . د افغانانو ددې پوړ زياتره كسان ادعا كوي چې ځكه يې د نشيي توكو پر كر لاس پورې كړى دى چې د دوديزې كركيلې توليد يې نه بازار لري او نه هم په هغه كچه توليد چې ددوى اړتياوې پوره كړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||