BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 04:28 گرينويچ 2006 ,13 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ملگري ملتونه: طالبان او کوکنار گواښ پېښوي

د پلاوى مشر جاپاني سفير
په پام کې ده چې دغه پلاوى درې ورځې نور هم په افغانستان کې وځنډيږي .
افغانستان ته د حقيقتونو د موندلو په موخه د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا ورغلي لوړ رتبه پلاوي د طالبانو له لورې امنيت ته متوجه گواښونه او د کوکنارو د کر پراختيا د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې په وړاندې دوه لويې ننگونې بللي دي .

د پلاوي مشر او د ملگرو ملتونو په سازمان کې د جاپان سفير کينزو هوشيما په کابل کې د يوه خبري کنفرانس په مهال يو ځل بيا له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د اوږدې مودې په ملاتړ ټينگار کړى .

خو دا هيله يې هم ښودلې چې دوى به د افغانستان د ريښتيانيو حالاتو په اړه د حقيقتونو په موندلو بريالى شي .

که څه هم چې په مطبوعاتو کې لا له وړاندې د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا دغه پلاوى د حقيقت موندلو د پلاوي په نامه پيژندل شوى خو په کابل کې د خبري کنفرانس په مهال د پلاوي د مشر کنزو هوشيما له لورې د حقيقتونو د موندلو په اړه د هيلې له ښودو پرته دا معلومه نه شوه چې پلاوى د کومو ناڅرگندو حقيقتونو د موندلو په لټه کې دى او په دې برخه کې يې څومره پرمختگ کړى دى .

ښاغلي هوشيما په ټوله کې امنيت ته د طالبانو له لورې متوجه گواښونه او د کوکنارو د کر پراختيا د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې په وړاندې دوه تر ټولو لوى ننگونې وبللې .

د دې تر څنگه يې په حکومتي ادارو کې د فساد شته والى او د ظرفيتونو کمزورتيا هم د نيمگړتياوو په توگه يادې کړې .

خو دا ټول هغه څه دي چې افغان حکومت او د نړيوالې ټولنې استازو پرې لا له وړاندې په بيا بيا اعتراف کړى .

ددې تر څنگه افغان چارواکي او پخپله د پلاوي مشر کينزو هوشيما په ډاگه دا هم وايي چې افغانستان ته د پلاوي د سفر يوه لويه موخه له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د اوږدې مودې د ملاتړ ښودل دي .

(( موږ د سولې او بيا رغوونې په برخه کې له افغانستان سره د نړيوالې تولنې د پراخ او دوامداره ملاتړ د ښودو لپاره دلته راغلي يو . د نړيوالې تولنې ليوالتيا دا ده چې افغانستان او سيمې ته ثبات راستون شي او ترهگري وځپل شي . خو دا يوازينۍ ننگونې نه دي دا هيواد د کوکنارو د کر ، اداري فساد او حکمتي موسسو د کمزورتيا له اړخه هم ستونزې لري او نړيواله ټولنه به د دې ټولو په اوارولو کې له افغانستان سره مرسته کوي . ))

په پام کې ده چې دغه پلاوى درې ورځې نور هم په افغانستان کې وځنډيږي . په دې ترڅ کې د افغانستان سوويل ته د پلاوي د سفر او هلته له ولسي مشرانو سره د ليدو کتو خبره هم کيږي .

خو د افغانستان امنيتي حالاتو ته په کتو سره ښايي د پلاوي د سفر ډير وخت له لوړپوړو افغان چارواکو سره په خبرو اترو تير شي او ښايي د حقيقتونو د موندلو په تړاوو يې هڅې هم تر ډيره پخپله د حکومتي چارواکو په څرگندولو پورې راټولې پاتي شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت