BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:48 گرينويچ 2007 ,24 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م.م: د ناټو د اعلان مخالف يو

کوکنار
هلمند د افغانستان هغه ولايت دى چې پکې تر ټولو زيات کوکنار کرل کېږي
ملگرو ملتونو د کوکنارو له اړولو سره دکارنه لرلو په تړاو د ناټو او افغان پوځ له اعلان سره مخالفت کړى . په کابل کې ددغه سازمان يوې چارواکې له بي بي سي سره په مرکه کې وويل چې دغه اعلان بزگرانو ته يو بد پيغام رسوي.

د هلمند په يوې سيمه ييزې راډيو کې خپور شوي دغه اعلان کې دناټو او افغان ځواکونو د هلمند خلکو ته ډاډ ورکړى و چې د هغوى کوکنارو به دوى نه اړوي. د ولسمشرۍ دفتر او د نشه يي داروگانو ضد وزارت په دې اړه بيخبري ښودلې وه .

د جرمونو او نشه يي داروگانو پر ضد په افغانستان کې د ملگرو ملتو د ادارې مشره کريسټينا گونااوگوز وايي دا يو ناڅرگند پيغام دى چې ښايي په هيواد کې دکوکنارو او نشه يي داروگانو په وړاندې روانې هلې ځلې له ستونزو سره مخامخې کړي.

هغې وويل: ''دا يو ډول دوه گونى پيغام رسوي . له يوي خوا دوى په حق دي ځکه دنده يې داده چې ياغيان وځپي. خو بله خوا بيا د نشه يي داروگانو قاچاق کوونکي او ياغيان په خپلو کې سره نژدې اړيکې لري چې کروندگر هڅوي او يا اجازه ورکوي چې کوکنار وکري.

زه ويريږم چې دا به بزگرانو او هغو ته چې د نشه يي داروگانو سره سراو کار لري ، بد پيغام ورکړي.''

په همدې حال کې يوشمېر نور کسان بيا وايي چې د ناټو او افغان پوځ دغه اعلان د نشه يي داروگانو پر ضد د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې د اوسنۍ تگلارۍ مخالفت کوي .

په هلمند کې د سمون په نامه په يوې سيمه ييزې راډيو کې خپور شوي دغه اعلان کې د هلمند خلکو ته ډاډ ورکړ شوي و چې د ناټو او افغان پوځ ځواکونه د خلکو کوکنار نه اړوي. دوى د خپل دې درېځ لامل دا ښودلى و چې گواکې دا په افغانستان کې د خلکو د عايداتو يوه لار ده چې دوى نه غواړي دغه لار پرې بنده کړي .

په هلمند کې مېشت په ناټو پورې اړوند د برتانوي ځواکونو يوه چارواکي ډگروال چارليس مايو ددغه اعلان د سپيناوي په تړاو بي بي سي ته ويلي و چې برتانيا د نشه يي داروگانو پرضد په روانه مبارزه کې له افغان حکومت سره د مرستې مخکښې کوي خو دا يې د ځواکونو دنده نه ده چې د کوکنارو د اړولو چارې کې ښکيل شي.

خو د ولسمشرۍ دفتر، د دفاع او د نشه يي داروگانو پر ضد وزارتونو بيا ددغه اعلان په اړه چورلټ بيخبري ښودلې.

يو شمېر شنونکي وايي دا هغه څه دي چې لامل يې ښايي د نشه يي داروگانو په وړاندې روانه مبارزه کې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت تر منځ ناهمغږي وي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت