|
برتانيادنشه يي توکو مبارزې ته نورې پيسې ورکوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيې لوى څارنوال لارد گولدسميت QC ويلي چې افغانستان نن سبا د نيشه يي توکو د توليد او کاروبار له اړخه په ټوله نړۍ کې د رهبرۍ حيثيت لري او دا چې د برتانيې بازارونو ته د رسېدونکو نيشه يي توکو په سلو کې ٩٠ له افغانستانه ورځي . ښاغلي سميت په کابل کې د دغو څرگندونو تر څنگ د خپل حکومت په استازيتوب له افغانستان سره د نيشه يي توکو په مبارزه کې د نهه مليونه پونډو په ارزښت د اضافي مرستو ژمنه هم کړې ده. په پام کې ده چې دغه پيسې د نيشه يي توکوخلاف د مبارزې لپاره د جوړې شوې ځانگړې محکمې او په همدې موخه د روزل کېدونکو ځانگړو پوليسي ځواکونو پر غښتلتيا ولگيږي . کابل ته د برتانيې د لوى څارنوال لارډ گولډ سميټ د روان سفر اصلي موخه له افغان چارواکو سره په دغه هيواد کې د نيشه يي توکو د وده موندونکي کاروبار له اړخه د برتانيا د حکومت د اندېښنو شريکول ښودل کيږي . ښاغلي گولډسميټ خبريالانوته په خپلو څرگندونو کې افغانستان د نيشه يي توکو د کاروبار له اړخه د ټولې نړۍ په کچه د رهبرۍ په حيثيت کې وباله . لويه انديښنه يې دا وه چې په افغانستان کې توليديدونکي نيشه يي توکي د لويديځ او د ټولو په سر کې د برتا نيا په لور ورمات دي . دا راز ښاغلي گولډ سميټ د افغانستان خپل ثبات او په لويه کې د ترهگرۍ د مقابلې په نامه د نومول شوې روانې جگړې برخليک هم تر ډيره د نيشه يي توکو په کاروبار پورې تړلى وباله . د اندېښنو تر څنگه د برتانيا لوى څارنوال له کابل سره د مرستو ژمنې هم له ځانه سره راوړې وې .ده په دې برخه کې د خپل حکومت په استازيتوب په ځانگړې توگه د نيشه يي توکو خلاف مبارزه کې د جوړې شوې ځانگړې محکمې او ځانگړو پوليسي ځواکونود غښتلتيا لپاره د نهه مليونه پونډو د مرستې اعلان وکړ . دا په داسې حال کې ده چې برتانيا د نړيوالې ټولنې له منځه د نيشه يي توکو د مقابلې په برخه کې د افغان حکومت مرسته او ملگرتيا په غاړه اخيستې او په تيرو دريو کلونو کې يې په همدې موخه د يوې کوټلې تگلارې په جوړولو شاوخوا ٦٠٠ مليونه ډالر لگولي . خو ظاهرا داسې بريښي چې لگول شويو پيسو د تمې خلاف د نيشه يي توکو د پراخ کاروبار مخه نه ده ډب کړې . البته چارواکي وايي چې په تير څه کم دوه کاله کې يې د نيشه يي توکو د کاروبار په تور له ٨٠٠ ورپورته کسان نيولي او د نيول شويو کسانو د پام وړ برخه يې محاکمه کړي دي . خو په دې هم لويه نيوکه دا ده چې گواکې د نيشه يي توکو د کاروبار د مافيا لوړو کړيو ته د حکومت لاس نه رسيږي او نيل شوي کسان گواکې د داسې ټيټې ردې خلک دي چې د دغه کاروبار د کچې په کمولو د پام وړ اغيز نه شي پرېيستى . | ورسره تړلي نور خبرونه په راتلونکي لمريز کال کې ښايي کوکنارزيات وي 06 مارچ, 2006 | خبرونه اروپا ته د افغانستان پر ډېر شوي اپين گواښنه شوې22 نومبر, 2006 | خبرونه حامد کرزى: که کوکنار ختم نکړو، کوکنار به مو ختم کړي24 جنوري, 2006 | خبرونه افغان پوليسو لوړ پوړي چارواکي په قاچاق تورن کړل05 جنوري, 2006 | خبرونه افغانستان کې کوکنارو باندې د دواشيندنې گواښ20 دسمبر, 2006 | خبرونه افغان دولت: د بزگرانو غوښتنو ته به پام وشي 06 جون, 2006 | خبرونه قاچاق وړونکې ښځه چا پرېښوده ؟03 اگست, 2006 | خبرونه کوکنارو د کرکيلې لپاره مياشتنى کمپاين15 اکتوبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||