|
افغان پوليسو لوړ پوړي چارواکي په قاچاق تورن کړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل د هوايي ډگر د سرحدي پوليسو مشر ويلي يو شمير هغه کسان چې د نشه يي توکو په قاچاق د سرحدي پوليسو له خوا نيول شوي د کورنيو چارو د وزارت له خوا خوشې شوي دي. د کابل په هوايي ډگر کې د سرحدي پوليسو مشر امين الله وويل چې د افغانستان يو شمير لوړ پوړي چارواکي هم د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکيل دي. هغه په ځانگړي ډول د چا نوم وانه خيست خو دا يې په ډاگه کړه چې په افغانستان کې يوه مافيايي کړۍ کار کوي او د کابل هوايي ډگر يې د نشه توکو په ترانزيټي لاره بدل کړى دى. د دريو مياشتو په ترڅ کې دنشه يي توکو زيات شمير قاچاق کوونکي د کابل په هوايي ډگر کې نيول شوي چې بيلگې يې د يو ځايي ټلويزيون له لارې په مستند ډول ښودل شوي . ددغو قاچاق وړونکو په اړه ويل کيږي چې نيول کيدو څخه څو ساعته وروسته خوشې شوي ، د کابل د هوايي ډگرد سرحدي پوليسو مشر جنرال امين الله په وينا هغه کسان چې د کورنيو چارو وزارت خوشې کړي دوى له اسنادو او مدارکو سره لاس په لاس نيولي وه . ښاغلي امين وويل (( له بده مرغه داسې پيښې هم ليدل چې کله موږ تورن کسان سپارلي په لومړۍ شپه خوشې شوي دا کارددې سبب هم گرځي نور تورن کسان يا د هغوى د بانډ غړي په موضوع پوه شوي او د قانون له منگولو پټ شي .)) پاسوال کمال سادات وويل (( کله چې موږ تورن څارنواليو ته ليږو د هغوى له خوا خوشې کيږي چې دا مساله موږ څو څو ځله را پورته کړې خو بيا هم دغه وړ چارې سر ته رسيږي. )) د کابل د هوايي ډگرسرحدي پوليس وايي چې د نشه يي توکو په قاچاق کې دولتي لوړ پوړي چارواکي لاس لري چې د خپلو گټو لپاره غواړي د کابل هوايي ډگر د نشه يي توکود قاچاقو په ترانزيټي لاره بدل کړي . څو مياشتې وړاندې د کورنيو چارو پخواني وزير د نشه يي توکو په قاچاق کې د لوړ پوړو چارواکو د لاس لرلو خبر ورکړى و . د هوايي ډگر د سرحدي پوليسو د مشر دا وروستۍ څرگندونې په قاچاق کې د لوړ پوړو چارواکو د لاس لرلو امکان يو وار بيا نه يوازې په ډاگه کړى بلکې دغه بحث يې هم پورته کړى چې په افغانستان کې به د مخدره توکو د قا چاق مخنيوى شونى وي که نه ؟ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||