|
قاچاق وړونکې ښځه چا پرېښوده ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل د هوايي ډگر يو لوړ پوړى چارواکى له زندانه د مخدره توکو د قاچاق وړونکو په تيښته کې مافيايي کړۍ گرمې بولي. څو ورځې وړاندې د نيلوفر په نامۀ يوه مېندواره ښځه هغه مهال د پوليسو له توقيف څخه وتښتيده چې روغتون ته د پوليسو په بدرگه درملنې ته ورغلې وه . نيلوفر او د دې خور تيره مياشت په کابل هوايي ډگر کې هغه مهال ونيول شوې چې هند ته يې د ١٦ کيلوگرامه هيروينو د قاچاق هڅه کوله . د کابل د هوايي ډگر د پوليسو مشر جنرال امين الله امرخيل د نيول شوې ميندوارې ښځې په تېښته کې افغان پوليس او لويه څارنوالي پړه بولي . دافغانستان دکورنيو چارو د وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې د څانگې مشر جنرال کمال سادات هم په دې باور دى چې ساتونکو ښځينه پوليسو د نيلوفر په تېښته کې لاس درلود . د کابل د هوايي ډگر د سرحدي پوليسو مشر زياتوي : '' څرنگه امکان لري چې دومره جدي مجرمه په يوازې سر له زندانه په تيښتې بريالۍ شي ؟ ''. د ده په وينا مافيايي ډلې په ډيرې آسانۍ کولى شي خپل کسان وژغوري . ښاغلى امرخيل ټينگار کوي چې د دۀ په وينا دغه پيښه وار له مخې پلان شوې وه. جنرال امرخيل خپله انديښنه څرگندوي چې که داسې کسان په دومره آسانۍ خوشې کيدى شي نو گرانه به وي چې د مخدره توکو د ليږد د پراخيدونکې لمنې مخنيوى وشي. د کابل د امنيه قومندانۍ له جنايي پيښو سره د مبارزې مشر جنرال علي شاه پکتياوال بي بي سي ته وويل د دغې پېښې د پلټنې لپاره يو پلاوى ټاکل شوى دى . افغان لوړ پوړي چارواکي په اداره کې له فساد څخه انکار نه کوي خو د مخدره توکو پر ضد په مبارزې بوخت مامورين دغه وروستۍ پېښه خورا خطرناکه گڼي او اندېښنه څرگندوي چې که د داسې پېښو مخنيوى ونه شي د قاچاق په وړاندې هلې ځلې بريالۍ کيداى نه شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||