|
کرزى : کوکنار يو داغ او پيغور دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نن ( د کب ٢٣ د مارچ ١٤ ) دټول افغانستان د بزگرانو درې ورځنى عمومي او ملي کنفرانس په کابل کې جوړ شو. افغان ولسمشر حامد کرزي په دغه کنفرانس کې له افغان بزگرانو وغوښتل چې د کوکنارو کرکېلې ته دې د پاي ټکي کښېږدي . نوموړي بزگرانو ته زېرى ورکړ چې د ميوو د ساتلو لپاره به يې يخې خونې جوړې کړي . او هڅې کوي چې د ٥ کلونو په ترڅ کې دبزگرانو دځمکو لپاره د اوبه خور نظام برابر کړي . د لومړي ځل لپاره دافغانستان له ټولو ولايتونو نه په سلگونو بزگران د لويې جرگې په کېږدۍ کې سره را غونډشوي وو چې دافغانستان د کرنې د وزارت له راتلونکو پلانونو نه خبرشي . افغان ولسمشر حامد کرزي له راغلو بزگرانو وغوښتل چې دکوکنارو له کرلو دې ډډه وکړي چې افغانستان له دغه پېغوره خلاص شي. ښاغلى کرزى وايي (( همدا يوداغ لرو او هره ورځ يې راته بهرنيان يادوي . کوکنار يوازې د نړۍ لپاره خطر نه دي بلکې دافغان ځوان کهول ژوند هم ويجاړوي نو بايد چې دا بد بوټي له مينځه يوسو.)) ښاغلي کرزي دخپلو خبرو په ترڅ کې په وار وار له بزگرانو وغوښتل چې د ميوو د ډېر والي هڅې دې گړندي کړي . ده زيرى ورکړ چې دولت به په راتلونکو کلونو کې د بزگرانو د مېوو لپاره نور بازارونه هم پيداکړي او د راتلونکو ٥ کلونو په ترڅ کې به د بزگرانو دتازه ميوو د ساتلو لپاره يخې خونې هم په بېلا بېلو سېموکې جوړې کړي . خو دغه کنفرانس ته يو شمېر راغلو بزگرانو ووېل که دولت ورسره مرسته ونه کړي نود کوکنارو کرکېله له مېنځه نه ځي . دغو بزگرانو وويل چې خلک له مجبوريته کوکنار کري . او دولت بايد چې له دوي سره عملي مرستې وکړي دافغان بزگرانو دغه درې ورځني کنفرانس ته دافغانستان له ټولو ولسواليو نه د بزگرانو استازي راغلي او له دولت نه د ټينگو مرستو غوښتنه کوي . دافغانستان د کرنې او خوراکې توکو وزېر عبېدالله رامېن د کنفرانس برخه والو ته ووېل دکوکنارو د نه کرلو په بدل کې به له بزگرانو سره مرستې وکړي. ده د کرنې د وزارت د ٥ کلن پلان په اړه معلومات ورکړل او ژمنه يې وکړه چې د ٥ کلونو په ترڅ کې به تر ٦٠٠ ميليونو ډالرو زياتې پيسې د ځمکو د خړوبولو او د بندونو په جوړولو ولگوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||