|
'د ناټو د کوکنارو اعلان تاوان رسولى' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي په هلمند کې د ناټو ځواکونو هغۀ اعلان چې د کوکنارو له اړولو سره به کار نه لري په سيمه کې يي ددولت د مبارزې بهير ته زيان اړولى . ددغه وزارت يوۀ وياند خبريالانو ته وويل چې په روان کال کې به د ټول هيواد په کچه نژدې پنځوس زره هکټاره ځمکه د ترياکو له کښت څخه پاکه کړي . دا په داسې حال کې ده چې له ډيرى کروندو څخه توليد د ټوليدو په حال کې دى. خو ددې سره سره وياند اعلان وکړ چې هغو ولايتونو ته به د ښې کاري ښودنې په نامه پيسې ورکړي که د نشه يي توکو د کښتونو په اړولو کې يي خلک مرسته وکړي . زلمى افضلي په داسې حال کې خبريالانو ته د نشه يي توکو په وړاندې د افغان دولت مبارزه روښانه کوله چې د افغانستان په گوټ گوټ کې د ترياکو د کښتونو گلان په پړسيدو دي او د توليد ورکړې ته چمتو کيږي . په سوېلي او لويديځو ولايتونو کې چې د گاونډي ايران له پولې سره څيرمه پراته دي د کوکنارو له کښتونو څخه د توليداتو ټولول وار له مخه پيل شوي دي . دغه سيمې د افغانستان په کچه تر گردو زيات ترياک توليدوي . ښاغلي افضلي وويل ناامنيو د نشه يي توکو قاچاق کونکو او سوداگرو ته دا لاره اواره کړې ده چې ددولت د مبارزې په وړاندې خنډونه راولاړ کړي . ده وويل همدا لامل دى چې دوى لا په ټول هيواد کې د نشه يي توکو په وړاندې د بشپړې تگلارې د پلي کيدو ولکه نه ده تر لاسه کړې. د طالبانو له ماتې وروسته د ترياکو کرکيله په افغانستان کې له ٨٠٠٠ هکټارو څخه ١٦٥٠٠٠ هکټارو ته رسيدلې ده . افغان دولت هيله ښيي چې په روان کال کې نژدې پنځوس زره هکټاره مځکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړي.
د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې افغان وزارت وويل چې په دې بهير کې يي نژدې ٢٥٠٠٠ هکټاره ځمکه د افغانستان په هغو ولايتونو کې چې امنيتي حالت په کې په پرتليز ډول ارامه دي له منځه وړې ده . ده اعلان وکړ چي د هغو ولايتونو خلکو ته به د ښې کاري ښودنې په نامه پيسې ورکړي که خلک يي ددولت ددغه بهير ملاتړ وکړي. د افغانستان د ترياکو له تولېد څخه هيروين جوړيږي چې د برتانيا د چارواکو په وينا د هغه هيواد په کوڅو کې د خرڅېدونکو نشه يي توکو ٩٠ په سلو کې برخه جوړوي . هلمند په افغانستان کې هغه ولايت دى چيرته چې د نشه يي توکو کښت تر هر بل ځاى ډير کيږي او د اورپکو مخ په زياتيدونکو بريدونو د ولسمشر حامد کرزي د حکومت د واک د پراخيدو په وړاندې په دې ولايت کې خنډونه جوړ کړي دي . په هلمند کې د برتانوي سرتيرو د لويې اډې په چاپيريال کې کروندگر د ترياکو د توليد پر ټولولو لگيا دي .هغه سرتيري چې هيواد يي په افغانستان کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې مشري په غاړه لري . څو اونۍ وړاندې دغو سرتيرو رسنيو ته وويل چې د ترياکو له کښتونو سره دوى هيڅ کار نه لري . د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د افغان وزارت وياند وويل که د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د کاري ډلو غړو ته د افغانستان په سوېل کې زيان ورسيږي لامل به يي دنړيوالو سوله ساتو ځواکونو همدا اعلان وي . افغان دولت وايي چې نړيوالې ټولنې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د چټکولو لپاره له ژمنه کړو ٧٠ مليونه ډالرو څخه تر اوسه يوازې ٣٣ مليونه ډالر ور رسولي دي چې وايي بس نه دي . | ورسره تړلي نور خبرونه م.م: د ناټو د اعلان مخالف يو24 اپريل, 2007 | خبرونه 'ناټو او پوځ په کوکنارو کار نه لري'23 اپريل, 2007 | خبرونه 'ناټو د کوکنارو د اعلان لامله بخښنه غوښتې'24 اپريل, 2007 | خبرونه په راتلونکي لمريز کال کې ښايي کوکنارزيات وي 06 مارچ, 2006 | خبرونه قادري : د کوکنارو کښت ډير شوى دى21 اگست, 2006 | خبرونه افغانستان کې کوکنارو باندې د دواشيندنې گواښ20 دسمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||