BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:17 گرينويچ 2007 ,24 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'ناټو د کوکنارو د اعلان لامله بخښنه غوښتې'

په افغانستان کې د کوکنارو کرونده چې يوليس يې اړولو ته ورغلي
نړيوالې ټولنې او افغان حکومت په وار-وار ټينگار کړى چې کوکنار به په افغانستان کې ختموي
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې په هلمند کې د کوکنارو د نه اړولو په اړه خپور شوى اعلان يوه تېروتنه او تکتيکي چاره وه . د دغه وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې د برخې مرستيال وويل چې په دې برخه کې د ناټو چارواکو بخښنه غوښتې ده.

په سويلي ولايت هلمند کې يوې سيمه ييزې راډيو تېره ورځ هلته د مېشتو بهرنيو او افغان ځواکونو په استازيتوب داسې يو خبر خپور کړى و چې گواکې دوى د کوکنارو د اړوولو نيت نه لري او يوازې د سولې په راوستو کې له خلکو سره مرسته کوي .

تر دې مهاله په کابل کې دولتي چارواکو د خپور شوي اعلان په اړه ناخبري څرگندوله ، خو اوس د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د برخې مشر جنرال داوود داوود وويل چې ناټو د دغه اعلان خپراوى يوه تکتيکي چاره بللې ده او ټينگار يې کړى چې بيا به داسې نه کيږي.

هغه وويل: (( د ناټو ځواکونه او د انگلستان هيواد په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد يو له سترو مرسته کونکو څخه دى. هغوى د دغې چارې په هکله بخښنه غوښتې او ويلي يې دي چې دا يوه تکتيکي چاره ده او د بل ځل لپاره به نه تکراريږي . ))

تکتيکي چاره
 ناټو ځواکونه اوانگلستان په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد يو له سترو مرسته کونکو څخه دى. هغوى د دغې چارې په هکله بخښنه غوښتې او ويلي يې دي چې دا يوه تکتيکي چاره ده.
جنرال داود، د کورنيو چارو مرستيال وزير

خو ښاغلي داوود دا څرگنده نه کړه چې د تکتيکي چارې نه يې موخه څه ده . بريتانوي ځواکونو لا له مخکې ويلي دي چې هيواد يې د نشه يي توکو پر وړاندې سخته مبارزه کوي خو کوکنار اړول د دوى د سرتېرو دنده نه ده .

ښاغلي داوود زياته کړه چې سږ کال يې د کندهار په ولايت کې څه د پاسه ٤٠٠٠٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې خو دايې هم وويل چې په هلمند ولايت کې د کوکنارو کر د پخوا په پرتله څو ځلې زيات شوى دى .

دې لانجمنې شخړې داسې مهال سر پورته کړى چې د افغانستان په ډېرو سيمو کې بزگرانو د کوکنارو د کلني حاصل په ټولولو پيل کړى. داسې هم ويل کيږي چې په هلمند ولايت کې تر دې کچې کوکنار کرل شوي چې د نشتر وهلو لپاره يې اوس مهال کارگران نه موندل کيږي . او ښايي تر دې وروسته د کوکنارو اړول کومه گټه هم و نه لري .

کوکنارد دندې ناڅرگندتيا:
ناټو وايي کار يې له اورپکو سره دى، نه له کوکنارو سره
ورسره تړلي نور خبرونه
م.م: د ناټو د اعلان مخالف يو
24 اپريل, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت