|
قادري : د کوکنارو کښت ډير شوى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت وايي د دغه هيواد په بيلابيلو سيمو کې د کوکنارو کر کيله زياته شوې ده . د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزير حبيب الله قادري د دوشنبې په ورځ ( د زمري ٣٠ د اگست ٢١ ) په کابل کې وويل ، سره له دې چې د هغوى هلې ځلې د کوکنارو د بوټو په له منځه وړلو کې بريالۍ وې ، خو لا تر اوسه هم نه دي توانيدلي چې په ټوله کې د کوکنارو کرکيله چور لټ له منځه يوسي . دغه څرگندونې په کابل کې د نشه يي توکو سره د ملي مبارزې د دوهم کنفرانس نه يوه ورځ وړاندې شوي دي . د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې بيلابيلې لارې خپلې کړي ، خو تر اوسه يې ستره بريا نه ده تر لاسه کړې . سره له دې چې د افغانستان حکومت له يوې خوا نن سبا د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره ځانگړي پوليس روزلي او بل لور ته د بديل معيشيت نارې سورې وهي ، خو بيا هم کروندگر وايي دولت بې له دې چې هغوى ته د کر په بدل کې څه ورکړي کروندې يې له منځه وړي . د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزير هم دا مني چې بزگران له دې امله نا راضه دي ، خو ځيني نور لاملونه هم په گوته کوي . د هغه په وينا که د کروند گرو د ژوندانه نورو اړخونو ته پاملرنه ونه شي نو دا وړۍ نه شړۍ کيږي . افغان حکومت له دې ننگونې سره هم مخامخ دى چې د هيواد اقتصاد يې په سلو کې ٦٠ د نشه يي توکو د ناقانونه سوداگرۍ له امله جوړ شوى دى . د ولسمشر کرزي وياند په دې وروستيو کې دا منلې وه چې د نشه يي توکو پر وړاندې هغوى پاتې راغلي او د دې خبرې نه يې هم پلو پورته کړ چې اوس هم په دغه هيواد کې ترهگرې او مافيايي کړۍ د نشه يي توکو له سوداگرۍ نه گټه پورته کوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||