|
کرزى : له بزگرانو سره نړيوالو مرسته نه ده کړې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسمشر حامد کرزى وايي د هغو مرستو نه چې نړيوالې ټولنې په دغه هيواد کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په کار کې کړي دى ترې خوښ نه دى. ولسمشر چې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې په دوهم کنفرانس کې يې خبرې کولې په دې خبره يې ټينگار وکړ چې تر اوسه هغه پيسې چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې نړيوالې ټولنې لگولي د ځينو لاملونو له کبله گټورې نه وې . ښاغلې کرزې له نړيوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې بنسټيزې او په وخت مرستې ونه سپموي ، د هغه په وينا داسې مرستې په کار دي چې د بزگرانو په ژوند کې متبت بدلون راولي . ولسمشر حامد کرزي د نشه يي توکو پر وړاندې په دوهم ملي کنفرانس کې د گډون پر مهال وويل چې په دغې غونډه کې د هغه گډون ورته په زړۀ پورې ځکه نه دى چې دوه کاله وړاندې هم ورته کنفرانسونه جوړ شوي ول ، خو بيا هم افغان حکومت د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې بريالى شوى نه دى . ښاغلى کرزى داسې مهال دا وړ څرگندونې کوي چې تيره ورځ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت په روان کال کې د کوکنارو د کر د ډيريدو خبره وکړه له بله اړخه ولسمشر کرزي په اړونده برخه کې د نړيوالو مرستو په څرنگوالي نيوکه وکړه . نوموړي وويل چې نړيوالې ټولنې تر اوسه داسې مرستې نه دې کړي چې د دغه هيواد د بزگرانو ستونزې هوارې کړي : دا خبرې داسې مهال کيږي چې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزير حبيب الله قادري په ډاگه کړې ده چې نړيواله ټولنه د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې په کار کې پاتې راغلې ده ، چې له همدې کبله د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د کوکنارو کښت ډير شوى دى . ښاغلي کرزي د افغانستان په نا امنيو کې ترهگري او د نشه يي توکو قاچاق دوه ستر لاملونه وبلل ، خو په دې خبره ډير ټينگاري وو چې دغه ټوله نا امني د نشه يي توکو د قاچاق له پيسو سره تړلې ده ، د هغه په وينا دغه پيسې د ترهگرو جيبونو ته ځي او په بدل کې يې ورانکاري فعاليتونه کوي . ښاغلي کرزي زياته کړه که نړيواله ټولنه مرسته هم ونه کړي افغانستان يوه لاره لري او د هغه د نشه يي توکو سره مبارزه ده ، ځکه چې نشه يي توکي د نا امنۍ او د افغانستان د نوم د بديدو سبب گرځي . ښاغلي کرزي په ډانگ پييلې توگه وويل هر څنگه چې کيږي د کوکنارو د کر مخه بايد په بشپړ ډول ونيول شي ، هغه زياته کړه چې اړونده ادارو ته يې دنده سپارلې چې په دې برخه کې کوټلي گامونه اوچت کړي . په همدې حال کې افغان حکومت د نړيوالې تولنې سره يوځاى د کوکنارو د لمنځه وړلو په برخه کې بيلابيلې تگلارې خپلې کړيدي ، خو هر اړخيز برى يې نه دى په برخه شوى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||