|
پر کروندو د کيميايي موادو د احتمالي پاشلو په اړه انديښنه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملگرو ملتو په افغانستان کې د کوکنارو پر کروندو د زهر جنو توکو له پاشلو سره مخالفت کړى . په کابل کې د دغه سازمان د استازې ادارې يونما يوه وياند اېدرين ادوارد وويل چې د کوکنارو پر کروندو د زهرجنو توکو پاشل به چاپيريال ته هم زيان ورسوي . ښاغلي ا داوارد پر دې ټينگار وکړ چې په افغانستان کې د کوکنارو د کرلو دمخنيوي د هڅو په ترڅ کې تر هر څه مخکې بايد بزگرانو ته د بديل معيشت برابرولو مسالې ته پاملرنه وشي . د غه څرگندونې داسې مهال کيږي چې افغان دولت پرون اعلان وکړ چې د اړتيا پر مهال به د کوکنارو پر کروندو زهرجن توکي وښندي . ملگرو ملتونو داسې مهال په افغانستان کې د کوکنارو پر کروندو د زهرجنو توکو له ښندلو سره مخالت کړى چې د هيواد په يو شمير ولايتونو کې په پراخه کچه د کوکنارو د کرلو له کبله انديښنې زياتې شوي دي . افغان حکومت گواښنه کړې چې که بزگران د کوکنارو له کره لاس وانخلي نو په خبره يې چې د کوکنارو پر کروندو به يې زهرجن توکي وښندي . خو په کابل کې د ملگرو ملتو د استازې ا دارې يونما وياند اېدرين ا دوارد دا په هيواد کې د کوکنارو د کر د مخنيوي سمه لار نه بولي او باور يې دادى چې کېداى شي دابه د کوکنارو پر له منځه وړولو سربيره پر چاپيريال هم ناوړه اغيز وکړي . " د کوکنارو پر کروندو د زهر و پاشل ، هغه څه دي چې په ملگرو ملتونو کې د نشه يي توکو او جرمونو په وړاندې ادارې يې پلوي نده کړې . فکر کوم چې په دې اړه اندېښنې روښانه دي . ملگري ملتونه دا ډاډ نشي کولي چې پر کروندو د زهرجنو تو کو پاشل به د چاپيريال لپاره عارضي زيانونه ونلري ." په ملگرو ملتو کې د نشه يي توکو او جرمونو په وړاندې د مبارزې ادارې( يو اين ډې سي ) د راپور سر ه سم سلو کې شپيته روان ميلادي کال کې په افغانستا ن کې د کوکنارو په کر کې زېاتوالي راغلى . د امريکايي سناتورانو يو ه پلاوي هم دا د افغان حکومت لپاره يو ه جدي ننگونه بللې ده . ښاغلى ادوارد وايې ملگري ملتونه هم په دې اړه سخته انديښنه لري ، خو ټينگار يې دادى چې په هيواد کې د نشه يي توکو د کر او توليد د مخنيوي په برخه کې بايد له داسې لارو چارو څخه کار واخيستل شي چې دده په وينا تر مخه يې بزگران ډير زيانمن نه شي . "واقعيت دادى چې ډير وخت ته اړتيا ده چې افغانستان د کوکنارو له کره خلاص شي . دغه چاره ډيرو هڅو ته اړتيا لري . خو زموږ په فکر د کوکنارو د کر د مخنيوي غوره لاره داده چې بزگرانو سره مرسته وشي چې له کوکناره پرته د ژوند نورې لارې چارې ومومي . " د کوکنارو د کر د مخنيوى پر لارو چارو د افغان حکومت ، ملگرو ملتو او بزگرانو تر منځ داسې مهال اختلافونه په ډا گه شوي چې آخو د افغانستان په سويل د ارزگان په ولايت کې د سېمه ييزو ادارو له خوا د کوکنارو په لسگونو جريبه ځمکه اړول شوې او ولسوالانو ته گواښ شوى چې سيمو کې د کوکنارو د کرلو له کبله به پړه و بلل شي. له دغو گامونو داسې ښکاري چې حکومت په کلکه غواړي چې سږ کال په هيواد کې د کوکنارو په کر کې کموالى راشي . په ټوله کې نړېواله ټولنه ، ملگر ي ملتونه او مرسته کونکي هيوادونه هم په دې برخه کې له افغان حکومت سره همغږي دي ، خو هغه څه چې کارپوهان وايې د تير په څير کېداى شي چې دغه هلي ځلي له ناکامي سره مخامخې کړي ، دادي چې ددوى په وينا افغان حکومت او نړيواله ټولنه په دې برخه کې واحده تگلاره نلري | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||