|
هلته چې د کوکنارو کر د خلکو عادي کاروبار دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتونو نوي راپور د دريېم پرلپسې کال لپاره افغانستان د نړۍ په تاريخ کې د نشه يې توکو د تر ټولو زيات تولېدوونکي او کرونکي هېواد په توگه پېژندلى. راپور وايي افغانستان سږ کال د نړۍ ٩٢ په سلو کې نشه يي داروگان توليد کړي، چې تېر کال ته په پرلته دوه فيصده لوړوالى ښيي. د نشه يې داروگانو په ضد د ملگرو ملتونو د مبارزې ادارې په افغانستان کې بيا ناارامه هلمند ولايت د نشه يې توکو د مرکز په توگه پېژندلى چې په يوازې سر د نړۍ د نشه يې داروگانو د دوىم تر ټولو لوى توليدوونکي هېواد څخه مخکې دى. د دغه لوړ مقام له برکته، هلمند په ټوله نړۍ کې د نشه يې توکو د فابريکې په توگه نوم خپل کړى. په هلمند کې زموږ خبريال عبد الصمد روحاني دغه راپور چمتو کړى: په هلمند ولايت کې دكوكنارو كر اوس ديوې عادي كروندې بڼه خپله كړې. دلته دلوى څخه نيولې بيا تر كوچنى پوري ټول دكوكنارو په كر اوكار بوخت دي .دوى يوازې په كوكنارو پسې خپل زړونه تړلي. دلته كه له كروندګر څخه دكوكنارو دكر په اړه پوښتنه كوې نو دليل دا درته وايي چې بې له كوكنارو په بل څه دخپلي كورنۍ ډوډۍ نه شي ګټلاي. دهلمنددموسي كلا ولسوالۍ حاجي الله يار بي بي سي ته وويل: ''موږ كوكنارو ته لاس اچوو، هغه د دې مجبوريت له مخې چې خپلو بچيانو ته ډوډۍ پيدا کړو. که حکومت موږ ته ډوډۍ برابره کړي او د ژوند کولو اسانتياوې راته برابرې کړي، نو ولې به موږ کوکنار کرو؟'' يو بل كروندگر، حاجي رحمت الله، پرافغان حكومت اونړيوالې ټولنې نيوكه كوي چې ګواگې په تيرو پنځو كلونو كې يې له كروندګرو سره هغه ژمنې نه دي عملي كړي چې دكوكنارو د نه كرلو په بدل كې يې ورسره كړې وې .
دۀ وويل: ''كومې ژمنې چې له موږ سره بين المللي ټولنو كړې وې يوه يې هم نه ده عملي كړې. له موږ سره هيچا هم مرسته نه ده کړې. كه څوك له موږ سره ديوې افغانۍ مرسته وكړي موږ به يې پرځان داسې منظوره كړو لكه چې په لكونو افغانۍ يې راكړې وي.'' وچكالي اود روانو اوبو نشتوالى بل هغه څه دي چې، د ډيرو كروندګرو په وينا، دوى يې دكوكنارو كرلو ته اړ ايستلي. دهلمند د نهرسراج ولسوالۍ يو كروندگر حاجي علاوالدين وايي: ''زموږ د نهر سراج وياله چې شپېته زره جريبه ځمكه خړوبولى شي د اوس لپاره لس زره جريبه ځمكې ته اوبه نه وركوي. هغه کانه پرموږ باندي شوې چې وايي 'كور مې د سيند پرغاړه دى - له تندې مرمه'. زموږ اوبه ايران ته بهېږي خو موږ دلته دڅښاك اوبه دځمكي له تل څخه دواټرپمپ په واسطه راكاږو.'' يو شمېر نور کروندگر بيا دنورو کرنيزو پيداوارو دبيې ټيټوالى هغه څه بولي چې وايي دنشه يي توكو كر ته يې مجبوره كړي. دهلمند له موسي كلا ولسوالۍ څخه حاجي الله يار وايي كه حكومت يا نړيواله ټولنه د دوى نورو كرنيزو حاصلاتو ته وړ ماركېټ پيداكړي، نو دوى به په خپله خوښه دكوكنارو له كر څخه لاس واخلي . دى وايي: ''ز
موږ دځمكو نور حاصلات موږ ته ډوډۍ نه شي موندلاى. سركونه موخراب دي. كه بينډۍ كرو كه روميان، هغه چې ترماركېټ پوري رسوو له خوراكه څخه وځي. بايد حكومت زموږ نورو حاصلاتو ته وړ ماركېټ راپيد كړي.'' دهلمند چارواكي هم مني چې حكومت له كروندګرو سره هغومره څه نه دي كړي لكه څومره چې پکار و. ددغه ولايت والي، اسدالله وفا، دكوكنارو د له منځه وړلو يوه له ترټولو ښو لارو څخه د 'بديل معيشت' د پرواګرام چټکوالى بولي . نوموړى وايي باور لري كه حكومت اونړيواله ټولنه دبديل معشيت پروګرام پياوړى كړي نو دكوكنارو دكر اوقاچاق په مخنيوي كې به ښه مرسته وكړاى شي . خو تېره ورځ د کورنيو چارو وزير، ضرار احمد مقبل، ويلي و چې د بديل معيشت پروگرام په هغه ډول چې تر اوسه پر مخ روان و پاتې راغلى او بايد د کوکنارو د مخنيوي پر دغې چارې له سره غور وشي. | ورسره تړلي نور خبرونه 'د بديل معيشت پروگرام بريالى نه و'26 جون, 2007 | خبرونه م.م: د افغانستان کوکنار دوه % نور هم زيات شوي25 جون, 2007 | خبرونه 'نړيواله ټولنه د کوکنارو په ضد ناهمغږې ده'26 مۍ, 2007 | خبرونه 'ناټو او پوځ په کوکنارو کار نه لري'23 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||