|
برتانيا:زموږدرې سرتيري وژل شوي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دبرتانيا حکومت وايي چې ددوى درې تنه سرتيري د افغانستان په سوېل کې له هغې وروسته ووژل شول چې په څرگند ډول يو بم د امريکا ديوې الوتکې له خوا پرې ولويد. په لندن کې د برتانيا ددفاع وزارت وايي چې برتانوي سرتيري د افغانستان په سوېل د هلمند ولايت د کجکي په سيمه کې د گزمې په حال کې وو چې دوى له امريکايي الوتکو څخه دطالبانود جنگياليود بريد د تمبه کولو لپاره مرسته وغوښتله . دوه ايف١٥ ډوله الوتکې راوغوښتل شوې چې د برتانيا له پلي ځواکونو سره د طالبانو په وړاندې مرسته وکړي . ددفاع وزارت وايي چې يوې الوتکې يو بم وغورځاوو چې باور کيږي دغه درې تنه پوحيان يې ووژل او دوه تنه نور يې ټپيان کړل . چارواکي وايي چې ددغو پوځيانو د وژل کيدو په اړه پلټنې روانې دي چې څرگنده کړي چې دغه بم ولې پر ملگرو ځواکونو راولويد. له دې وړاندې هم په افغانستان کې يو برتانوى سرتيرى مرسته کونکو ډزو وژلى دى . خو په هلمند کې د برتانوي ځواکونو يو وياند وويل چې هوايي ځواکونو په تيرو وختونو کې د پلي پوځ ژوند هم ژغورلى دى . د افغانستان په سوېل کې په زرگونو برتانوي ځواکونه له طالبانو سره په مخامخ جگړه کې ښکيل دي . دوى په ځانگړي ډول د هلمند په ولايت کې ميشت دي اود ناټو په اډانه کې د نورو هيوادونو يو شمير سرتيري هم ورسره مل دي . ددوى ماموريت هلته ددې لپاره دى چې له افغانانو سره مرسته وکړي چې د بيارغاونې دکارونو د پيلولو او په سيمه کې د خوندي ژوند د ترسره کولو جوگه شي . خو د تاوتريخوالي په ډيريدو سره دا ډيره گرانه شوې ده چې خلک په چټکۍ سره د سولې د راگرځيدو تمه وکړي . په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان سوېلي ولايتونه د طالبانو د بريدونو د اصلي سيمو په توگه راڅرگند شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه گريشک ولسوال : بمباريو گڼ کسان وژلي27 جولاى, 2007 | خبرونه هرلډ ټربيون ورځپاڼه : برتانيا پر هلمند د بمباريو بنديده غوښتي09 اگست, 2007 | خبرونه باوچر بيا پر ترهگرۍ په اسلام اباد کې غږيږي15 اگست, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||