BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:29 گرينويچ 2007 ,27 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
گريشک ولسوال : بمباريو گڼ کسان وژلي

ملکي وگړي
په روانه اوونۍ کې دا در يم ځل دى چې د بمباريو له امله د ملکي وگړو د وژنې خبر خپريږي
سهار وختي پرله پسې ټيليفونونو له خوب څخه راويښ كړم. ټيليفون دهلمندولايت دګريشك ولسوالۍ ديوداسې كس وو چې په زوره زوره يې ژړل او ويل يې چې ناټو ځواكونو يې په بمباريو كې كور ورسپېره كړ،ده ناټو ځواكونو او افغان ولسمشر حامد كرزي ته ښېراوي كولې او ويل يې چې ناټوځواكونه د طالبانو پرځاى ملكي خلګ وژني دغه كس دمرګ ژوبلې دقيقه شمېره نه ښووله خو په زوره زوره يې ژړل .

ډېرى نورو ورته كسانو هم دغه ډول خبرې كولې. ځايي اوسېدونكو ټول وژل شوي ٤١ كسان بلل او ويل يې چې ډېره برخه يې ښځې او ماشومان دي .دګريشك ولسوالۍ ولسوال حاجي عبدلمناف بي بي سي ته وويل چې ټول ٨٨ كسان وژل شوي چې ٢٨يې ملكي وګړي او٥٠ يې وسله وال طالبان دي .

ولسوال وويل چې پېښه دګريشك په ميرمندو سيمه كې وشوه اوعام وګړي هغه مهال بمباري شول چې له جګړې څخه خوندي سيمو ته تلل .

خو د طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي دافغان چارواكو داخبره نه مني او وايي چې چارواكې تل وژل شوي ملكي كسان طالبان بولي.

هاخوادارزګان دچارچينو ولسوالۍ ديخدان له سيمې هم ډېرى كسان دټېليفون پر ليكه دادعوه كوي چې تېره شپه دناټو ځواكونو دبمباريو په ترڅ كې ١٥ ملكي كسان وژل شوي او نهه كسان نور ټپيان دي خو دارزګان ولايت دامنيې قوماندان محمد قاسم په دغه پېښه ځان ناخبره بولي .

په دې وروستيو كې په ټولو سوېل لوېديځوولايتونو او په ځانګړې توګه په هلمندكې جنګ جګړې خورا ډېري شوي دي خو ډېرى قربانيان يې ملكي وګړي وي .

اوس داسې ورځ نه وي چې دهلمند له يوې نه يوې برخې څخه دې دجنګ جګړې ، چاودنې يا بمبارۍ راپور نه شي ترلاسه خو ځايي كارپوهان وايي چې ناټو په هرډګر كې له درنو وسلو اوپوځي الوتكو څخه كار اخلي ځكه ولسي اوسېدونكو ته مرګ ژوبله وراوړي .

په روانه اونۍ كې دادريم ځل دى چې په بمباريوكې دهلمند په موسى كلا، سنګين او ګريشك ولسواليوكې د عامو وګړيو د وژنې خبر خپريږي .

افغان ولسمشر حامد كرزي لا له وړاندې ويلي وو چې نور به ناټو عام افغانان نه وژني خو د بمباريو سلسله لااوس هم روانه ده.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت