|
د ملکي وگړو د وژنې بله ادعا شوې ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د موسى كلا ولسوالۍ ځايي خلك وايي بمبارۍ تېره شپه ( چارشنبې ) وروسته له هغه وشوې چې وسلوالو طالبانو دايتلافي ځواكونو پريوه كتار بريد وكړ . عيني شاهدانو بي بي سي ته وويل چې دغو بمباريو شاوخوا دوه ساعته دوام وكړ چې ديوه طالب دوژل كيدو ترڅنګ يې ۱۶تنه ولسي وګړي ووژل او نژدې ٢٠ تنه نوريې ټپيان کړل . نړيوال ايتلاف په بمباريو او نښتو کې د لسگونو وسله والو طالبانو د وژل کيدو خبره کوي . ځايي افغان چارواكي وايي دوى ته هم دولسي وګړو دمرګ ژوبلې خبر رسيدلى او په اړه يې دوى پلټنې پيل كړي . ايتلافي ځواكونو په دغې بمبارۍ باندې پر خپرې کړې لومړنۍ خبر پاڼې کې ويلي چې هيڅ ملکي کس پکې نه دى وژل شوى . په وارو وارو دوسلوالو طالبانو مړي د ملكي وګړو بلل شوي اوداسې هم شوي چې ناټو ملكي وګړي طالبان بللي دي . ناټو اوافغان چارواكو لاله وړاندې پروسلوالو طالبانو تورلګولى چې هم دولسي وګړو له كورنو څخه پرافغان او نړيوالو ځواكونو بريدونه كوي اوكله چې په ځوابي بريد كې طالبان ووژل شي نو بيا ولسي وګړي په لوى لاس دې ته اړ باسي چې خبريالانو ته ټيليفون وكړي اوورته ووايي چې ګواكې وژل شوي كسان بې ګناه ولسي وګړي دي . د دغې ادعا سپيناوى هم گرانه دى خو ډير ځله داسې شوي چې تر پېښې ښه وروسته د ملکي وگړو د وژنې خبره منل شوې او بخښنه غوښتل شوې ده . خبري رسنيو ته ګرانه ده چې دولسي وګړو دمرګ ژوبلې په باب ادعاوې ثابتې كړي . جنگي سيمې ناامنه دي ، د وسله والو طالبانو له خوا د خبريالانو تښتونو هم دغه ډول سيمو ته تگ گران کړى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه ايتلاف : په هلمند کې مو ٥٠ طالبان وژلي26 جولاى, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||