|
هرلډ ټربيون ورځپاڼه : برتانيا پر هلمند د بمباريو بنديده غوښتي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نړيوالې ورځپاڼې هېرالد ټريبون دخبريالي کارلوټا گيل يو رپوټ خپور کړى چې وايي امريکايي پوځ او برتانيا په افغانستان کې له يوبل سره همغږي نه دي. د برتانوي قوماندانانو له خولې ورځپاڼه ليکي چې هوايي بريدونه گڼ ولسي وگړي وژني. ورځپاڼه کاږي چې برتانوي قومندانانو د افغانستان په هلمند ولايت کې له امريکايي پوځ څخه غوښتي چې خپل ځانگړي ځواکونه دې له سيمې وباسي ځکه د هغوى په خبره په عملياتو کې ولسي وگړوته د زياتو مرگ ژوبلو د اوښتو له کبله د ولسي وگړو زړونه گټل گران شوي دي. خو د ورځپاڼې په وينا امريکايي پوځ دا رپوټ رد کړى او وايي چې له دوى څخه هيڅ داسې غوښتنه نه ده شوې. د ورځپاڼې په خبره داسې اېسي چې له طالب اورپکو سره په جگړه کې د ملکي خلکوپه وژنه د ناټو او امريکايي ځواکونو ترمنځ اختلافات شته. ورځپاڼه کاږي که څه هم د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې کره شمېره معلومول گران وي خو د يوې باوري سرچينې د اټکل له مخې يوازې سږ کال ( ٢٠٠٧ ) په هلمند کې نژدې ٣٠٠ ولسي وگړي وژل شوي دي. د ورځپاڼې په وينا په هلمند ولايت کې د برتانيا پوځي افسران وايي ،ولسي وگړو ته لوى تاوان په امريکايي پوځي عملياتو کې رسېدلى دى. دوى اندېښنه وښودله چې د زياتو امريکايي هوايي بريدونو له کبله خلک د بهرنو ځواکونو مخالفيږي . خو د ورځپاڼې له ليکنې سره سم يوه امريکايي پوځي وياند دا څرگندونې رد کړې چې گواکې ولسي وگړو ته يې تاوان اړولى دى. د ده دليل دا وو چې طالبان له ولسي ځايونو څخه بريدونه ترسره کوي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||