BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:27 گرينويچ 2007 ,15 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کونړ کې توغنديو دوه ماشومان ووژل

کونړ
په کونړ کې دا ډول توغندويي بريدونه مخکې هم شوي، چې ماشومانو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده
په کونړ ولايت کې د امريکايانو پر يوې سيمه ييزې پوځي اډې باندې پر نښه شوى توغندى اډې ته نژدې پر يوۀ کور لگېدلى او دوه ماشومان يې وژلي دي.

د کونړ د والي وياند زرغون شاه بي بي سي ته وويل وسله والو غوښتل چې په ناړۍ ولسوالۍ کې د امريکايي سرتېرو يوه اډه وولي، خو توغندى اډې ته څېرمه پر يوۀ کور لگېدلى او دوه ماشومان يې وژلي او يوه ښځه يې ټپي کړې ده.

همدا ډول په يوه بله پېښه کې، د والي وياند وويل يو سړى له خپل گاډي څخه ناپېژانده وسله والو په وټه پور ولسوالۍ کې کوز کړى او سر يې ور غوڅ کړى دى. دۀ وويل د پېښې لامل نه دى جوت، خو وايي ښايي دغه وژنه د شخصي دښمنۍ لامله رامنځته شوې وي. د وژل شوي سړي هويت هم نه دى څرگند شوى.

د دغو دواړو پېښو پړه لاهم چا پرغاړه نه ده اخيستې.

په بله پېښه کې عيني شاهدان وايي په طالبانو پورې تړلو وسله والو د نورستان ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې دريو کورونو ته اور اچولى دى.

سيمه ييزو اوسيدونکو بي بي سي ته ويلي چې وسله والو په گوهردېش کلي کې له دريو کورونو څخه د هغوى د استوگنو ماشومانو او ښځو له ايستلو وروسته اور اچولى. دوى وايي د اور اچونې پرمهال، د کورنيو نارينه په کور نه وو.

ويل کېږي چې يو کور د کوم حکومتي کارکوونکي و او بل له امريکايي پوځ سره د يوۀ افغان کار کوونکي.

چارواکو د دغې پېښې په اړه چې تېره نيمه شپه (جمعه-شنبه) شوې څه نه دي ويلي.

که اور اچوونکي، لکه سيمه ييز اوسېدونکي چې وايي، رښتيا طالبان وي دا به لومړى ځل وي چې د طالب واکمنۍ له رانسکورېدو وروسته دوى دا ډول کار کوي.

راپورونه وايي په کامدېش ولسوالۍ، په تېره بيا گوهردېش کلي کې، د حکومت واک چندان پياوړى نه دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت