BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:16 گرينويچ 2006 ,20 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اته ولسي وگړي په کونړ کې وسله والو ووژل

اته ولسي وگړي په کونړ کې وسله والو ووژل
پيښه د کوړنگل په غرنۍ سيمه کې شوى ده
د کونړ امنيه قوماندان عبدالجلال جلال اته واړه وژل شوي د سيمې عادي وگړي وبلل. دى وايي د ماڼوگي ولسوالۍ د کوړنگل په لوټه نومې سيمه کې وسله والو چې وربوزونه يې تړلي وو، دغه کسان د سپرلۍ له موټره راکوز کړل، لاسونه يې پرې وتړل او ويې وژل.

له دغې ډلې څخه دوه تنه ژوندي پاتې دي. ښاغلى جلال وايي يو يې د خپلې اوږدې ږيرې له امله پرېښودل شوى او بل ورته ځان لاروى ورښودلى و.

وژل شوي د ولايتي مرکز – اسد آباد او شاخوا سيمو اوسېدونکي دي. د مړو د راوړلو پرمهال ويرجنو خپلوانو يې د طالبانو پر ضد نارې وهلې. خو طالب لوري لا تر اوسه ددغو وژنو پړه نده منلې.

تر دې وړاندې هم عادي افغانان په دغه پوځي قرارگاه کې د کار په تور وژل شوي وو.

کوړنگل هغه سيمه ده چې افغان حکومت او مېشتو ايتلافي ځواکونو يې پر وگړو د خوراکي توکو د وړلو او تگ راتگ سخت بنديز لگولى و، خو په دې ژمنه پايته ورسېده چې د سيمې خلک به د وسله والو طالبانو مرسته نه کوي.

حکومتي سرچينې وايي ددغې سيمې يو شمېر خلک په وسله واله جگړه بوخت دي او پاتې نور يې مرسته ورسره کوي.

له بلې خوا د خوست او گردېز پر لويه لاره د يوه ځانمرگي بريد په نتيجه کې يو افغان سرتېرى وژل شوى اواووه نور ټپيان شوي دي.
له سيمې نه د کمال سادات د رپوټ له مخې، بريد کوونکي د خوست ښار په لوېديځ کې د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسواليو ترمنځ سړک کې ځان د ملي اردو له يوه گاډي سره وجنگاوه او چاودنه رامنځ ته شوه.

د چاودنې په ځاى کې د وژل شوي بريد کوونکي د بدن ټوټې خورې – ورې پرتې وې. د طالبانو له نامه يوه تن سيد شريف ومنله چې دغې ډلې دا بريد تر سره کړى دى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت