BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:50 گرينويچ 2007 ,12 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان تاوتريخوالي١٠کسان وژلي دي

ټپي ماشوم
د گرديزپه ښارکې له ناڅرگند ځاى څخه د توغندي يو بريد وشو چې په ترڅ کې يو پنځه کلن ماشومووژل شو او ٦٠ کلن بوډا يې ټپي کړ .
دناټو په مشرۍ ايساف ځواكونه وايي چې دافغانستان په سويل كې يي د وسله والو طالبانو په وړاندې د عملياتو په ترڅ کې د ناټو يو تن سرتيرى وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .

په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې د پيښې قربانيان د کوم هيواد سرتيري دي او دپيښي د دقيق ځاي په اړه هم څه نه دي ويل شوي
.

بل پلو دكندهار دپنجوايي ولسوالۍ چارواكي وايي چي په دغه ولسوالۍ كې دناټو په مشرۍ دكاناډايي ځواكونو يو کاروان د واټ د غاړې د بم له چاودنې سره مخامخ شوى دى .

ځايي چارواكووويل ، په دغه چاودنه كې دناټو دځواكونو مرگ ژوبلې په اړه مالومات نلري خو يو ګاډي يي ويجاړشوي .

ناټو تراوسه ددغي چاودنې په اړه څه نه دي ويلي .

بلې خوا د سويل ختيځ ولايت خوست د صبريو په ولسوالۍكې د واټ د غاړې بم شپږ افغان پوليس وژلي دي .

دخوست ولايت د پوليسو وياند ډگروال وزير بادشا بي بي سي ته وويل چې دغه پوليس د صبريو ولسوالۍ ته په گزمه وتلي وو .

پوليسو وويل چې دوى اضافي عسکر سيمې ته استولي دي چې پلټنې وکړي .

دغه ولسوالۍ په سيمه کې تر گردو نا امنه گڼل کيږي .

څو ورځې وړاندې والي گواښنه وکړه که خلک له دولت سره مرسته ونکړي دوى به د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو لپاره په دغه ولسوالۍ کې پراخ عمليات پيل کړي .

د څيرمه ولايت پکتيکا څخه بيا د ملکي خلکو د مرگ ژوبلې خبر رارسيدلى دى .

سيمه ييزو چارواکو بي بي سي ته وويل چې دملکي خلکو يو گاډى د واټ د غاړې بم والوزاو چې په ترڅ کې يې دوه تنه ملکي خلک ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .

چارواکو داد مخالفينو کار وباله . د گرديزپه ښارکې له ناڅرگند ځاى څخه د توغندي يو بريد وشو چې په ترڅ کې يو پنځه کلن ماشوم ووژل شو او ٦٠ کلن بوډا يې ټپي کړ .

طالبانو ددغو بريدونو پړه په غاړه اخيستې ده .

د گريشک له ولسوالۍ څخه هم دسختو جگړو خبر رارسيدلى دى چې ډير زيان يې ملکي خلکو ته اوړي.

د نورو کلونو په پرتله د افغانستان سوېل او ختيځ په روان کال کې د سخت تاوتريخوالي ډگر گرځيدلى دى .

د جگړې دغه سيمې له گاونډي پاکستان سره اوږده پوله لري –په کوم هيواد چې د طالبانو د ملاتړ ټاپه وهل شوې ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت