BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:00 گرينويچ 2007 ,18 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په سويل کې ناټو سرتېرى اوطالبان وژل شوي
ارزگان
ناټو وايي يو سرتېرى يې په ارزگان کې له وسله والو طالبانو سره په جگړو کې وژل شوى او درې ټپيان شوي
له سويل څخه د تاوتريخوالي په ورځنيو راپورونو کې نن د ناټو يو سرتېرى او لسگونه طالبان وژل شوي او لاهم جگړې روانې دي.

د ناټو ځواکونو خبرپاڼه وايي يو سرتېرى يې د جگړې په ترڅ کې د ارزگان په چوره ولسوالۍ کې ووژل شوى او درې نور ټپيان شوي. د ارزگان په نښتو کې دوه افغان سرتېري هم وژل شوي.

دا درېيمه پرلپسې ورځ ده چې بهرنيوځواکونه ته په سويل کې مرگ ژوبله اوړي. تېره ورځ د امريکا په مشرۍ د ايتلاف درې سرتېري او وړمه ورځ يې يو سرتېرى وژل شوي وو.

د ايتلاف او ناټو ځواکونو په بېلابېلو خبرپاڼو کې گڼو وسله والو طالبانو ته هم د مرگ ژوبلې وراړولو خبره کړې.

د هلمند په سنگين ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د افغان او ايتلاف ځواکونو پر کاروان بريد کړى او په ورپسې نښته کې دواړه لورې يو بل ته د درنو مرگ ژوبلو اړولو ادعا کوي. امريکايي پوځ وايي په سنگين کې يې د طالبانو پر پټنځايونو بمبارد کړى او تر شل زيات يې وژلي، خو طالبان يې نه مني.

په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف سرتېري
دا درېيمه پرلپسې ورځ ده چې په سويل کې بهرنيو ځواکونو ته مرگ ژوبله وراوړي

په سيمه کې د ايتلاف د ځواکونو وياند يوازې د خپلو دوو سرتېرو د ژوبلېدلو پخلى کړى.
د څنگلورې کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې هم وسله والو طالبانو په ورته کمين کې د امريکا په مشرۍ ځواکونه په نښه کړي چې په پيل شوې جگړه کې امريکايي پوځ وايي تر لسو زيات جنگيالي يې وژلي.

بلخوا، د هلمند په گرشک ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکي او طالبان وايي د يکشنبې له سهار راهيسې هلته سخته جگړه روانه ده.

وسله وال طالبان په دغې جګړې كې د خپلو دوو ملګرو دوژل كېدلو اودوو نورو دټپي کېدلو ترڅنګ ادعاكوي چي دناټو ځواكونو دوه ګاډي يي ويجاړكړي اوپكي سپرو سرتيرو ته يي مرګ ژوبله ور اړولې

خو د ناټو ځواکونه تر اوسه پر دغې جگړې او زيانونو يې پټه خوله دي.

په کابل کې خونړۍ ځانمرگي چاودنه چې ٨٠ کسان يې ووژل او يا ټپيان کړلمخ پرځوړ که پر لوړ؟
په افغانستان کې د ناامنۍ زياتېدونکى گواښ
ورسره تړلي نور خبرونه
په سويل کې بيا جگړې شوې
13 جون, 2007 | خبرونه
د ناټو درې سرتېري وژل شوي
06 جون, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت