BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:18 گرينويچ 2007 ,10 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بهرنيو سرتېرو او طالبانو ته دسر زيان اوښتى

په افغانستان کې برتانوي سرتېري
د برتانيې دفاع وزارت منلې چې په سنگين کې وژل شوى سرتېرى د دوى دى، خو هلته د څلورو ټپيانو په اړه څه نه دي ويل شوي
د افغانستان په سويل او لوېديځ کې د تازه نښتو په ترڅ کې برتانوي پوځ، افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرگ ژوبلې اوښتې.

د هلمند ولايت په سنگين کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې د ناټو يو برتانوى سرتېرى وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي. په لندن کې د دفاع وزارت منلې چې يو سرتېرى يې په جگړه کې وژل شوى، خو د ټپيان شويو هويت نه دى معلوم.

په سويل ختيځ ولايت خوست کې بيا درې امريکايي سرتېري هغه مهال ټپيان شول چې گاډى يې د سړک د غاړې په يوۀ اېښودل شوي ماين باندې وخوت. د دغو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي درې سرتيري يې وروسته له هغه ژوبل شول چې د خوست د ښار او صبريو دولسوالۍ تر منځ د غځېدلې لارې په اوږدو کې يې د سپرلي پر يوۀ گاډي چاودنه وشوه.

هاخوا په لوېديځ ولايت بادغيس کې وسله وال طالبان وايي تېر ماښام يې د بالامرغاب ولسوالۍ د لنډ وخت لپاره له يوې سختې نښتې وروسته نيولې.

سيمه ييز چارواکي وايي د وسله والو طالبانو له يوې لويې ډلې سره يې څو ساعته جگړه کړې او ٣٠ وسله وال طالبان يې وژلي، خو د ولسوالۍ د له لاسه ورکولو خبره نه مني.

د بادغيس د پوليسو مشر محمد ايوب نيازييار بي بي سي ته وويل د دوى دوه سرتېري او د طالبانو ٣٠ کسان په هغه نښته کې مړه شوي چې تېره ورځ د شپې تر ناوخته روانه وه. دۀ د طالبانو لاس ته د بالامرغاب ولسوالۍ د لوېدو ادعا رد کړه.

په کندهار او زابل کې بريدونه
بلخوا، د کندهار په ښارکې د پوليسو يو جگپوړى چارواکى، داود صالحي د يو ۀ ناپېژانده وسله وال سړي په ډزو کې وژل شوى. پر دۀ باندې هغه مهال بريد وشو چې د نايي په يوه هټۍ کې د خپلو ويښتانو له جوړولو څخه وروسته کور ته روان و. طالبانو ددغې پيښې په اړه بيخبرې ښوولې.

هاخوا، په زابل ولايت کې، د چارواکو په خبره، څۀ کم ٣٠ وسله وال طالبان د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوي. په کابل کې د دفاع وزارت وياند، ظاهر عظيمي، وايي طالبانو ته دغه مرگ ژوبله وروسته له هغه واوښته چې د باوري استخباراتي معلوماتو له مخې د ناټو ځواکونو الوتکو د زابل ولايت په شينکۍ ولسوالۍکې پر ټول شويو وسله والو طالبانو بمباري وکړه.

هغه وايي: ''د اوپراتيفي معلوماتو له مخه، د ناټو ځواکونو په شينکۍ کې هوايي عمليات وکړل چې په ترڅ کې يې د وسله والو مخالفانو ٢٧ کسان وژل شوي چې مړي يې په سيمه کې ترې پاتې دي.''

خو د طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په شينکې ولسوالۍ کې نه، بلکې په نوبهار او شاه جوى ولسواليوکې د هغوى د ټولېدو سيمې ته نژدې د ناټو ځواکونو بمبارۍ کړې. دۀ د دفاع وزرات هغه ادعا رد کړه چې وايي په بمباريو کې وسله وال طالبان وژل شوي، بلکې د دۀ په خبره وژل شوي کسان ولسي خلک دي.

په تېره يوه مياشت کې د نژدي ١٥ بهرنيانو په گډون د افغانستان په تاوتريخوالو کې شاوخوا ١٠٠ کسان وژل شوي او څه باندې ٢٥٠ کسان ژوبل شوي دي.

د ښځو او ماشومانو په گډون په وژل شويو او ژوبل شويو کسانو کې ولسي وگړي هم شامل دي. د بشر حقونو ټولنو په وروستيو کې وسله وال طالبان، افغان او نړيوال ځواکونه پړه بللي چې گواکې د خپلو عملياتو په ترڅ کې بې پروايي کوي او د ولسي وگړو خونديتوب ته پاملرنه نه کوي.

ورسره تړلي نور خبرونه
د ناټو درې سرتېري وژل شوي
06 جون, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت