|
افغان سرتېري او وسله وال طالبان وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان له لروبر څخه نن بيا په رارسېدلو رپوټونو کې دمرگ ژوبلې خبرونه ورکړل شوى . دغه نښتې د کندهار، زابل، بغلان او لغمان په ولايتونو کې شوي چې دواړه لورو ته پکې مرگ ژوبله اوښتې. په دغو پېښو کې هم افغان سرتېرو او هم وسله والو طالبانو ته د مرگ ژوبلې خبره کېږي. وروستۍ نښته د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍکې نن (شنبه) سهار د افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو تر منځ شوې. چارواکي وايي د دغې نښتې په پايله کې چې څو ساعتونه يې دوام درلود پنځه افغان سرتيري وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي. همدارنگه د دغه ولايت دغورک په ولسوالۍ کې هم نښته شوې. هاخوا د کندهار د گاونډ په زابل ولايت کې هم د نړيوالو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ درنه جگړه شوې چې ايتلافي ځواکونه پکې د گڼو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي. د نړيوالو ځواکونو په يوه خبر پاڼه کې راغلي جگړه د دغه ولايت د شاجوى په ولسوالۍ کې له هغه وروسته توده شوه چې نړيوالو ځواکو د پنځو تنو طالبانو د نيولو تکل وکړ. نړيوالو ځواکونو دا منلې چې په نښته کې يې د هوايي ځواک نه کار اخيستى او زيات شمير وسله وال طالبان يې وژلي دي خو قاري يوسف احمدي چې د طالبانو وياند بلل کيږي په شاجوى کې اوښتې مرگ ژوبله د ولسي وگړو بولي. همدارنگه په غزني ولايت کې چارواکي وايي يو افغان سرتېرى او د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قومندان په دوو جلا پېښو کې وژل شوي. د غزني د پوليسو مشر عليشاه احمدزي بي بي سي ته وويل يو سرتېرى د سړک د غاړې د هغه بم په چاودنه کې ومړ او شپږ نور ټپيان شول چې په قره باغ ولسوالۍ کې اېښودل شوى و. په همدې ولسوالۍ کې، د احمدزي په وينا، د يوې نښتې په ترڅ کې د ملا ارسلا په نامۀ د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قومندان هم وژل شوى. په لغمان او بغلان کې تاوتريخوالى هاخو ا د ختيځ ولايت لغمان په اليشنگ ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين يوې چاودنې افغان سرتيرو ته مرگ ژوبله اړولې. چارواکي وايي د سرحدي پو ليسو دسپر لۍ پر موټر هغه مهال ماين وچاودېد چې دوى خپلو کورونوته په رخصتۍ تللي وو. دچاودنې لامله يو پوليس وژل شوى اودرې تنه نور ټپيان شوي دي. دلغمان ولايت دوالي وياند نظام الدين نظام د پېښې پر پخلي سربېره وويل پلټنې روانې دي، خو وايي دپېښې په تور يې تر دې دمه څوک نه دي نيولى. بل لوري ته د ذبيح الله مجاهد په نوم يوتن چې ځان په سيمه کې د طالبانو وياند بولي رسنيو ته ويلي چې په اليشنګ ولسوالۍ کې يې دملي پوځ پر يوۀ موټر بريدکړى او سپارۀ ټول سر تېري يې پکې وژلي دي. خو حکومتي لورى دغه ادعاوې په کلکه ردوي. بلخوا دلغمان حکومتي چارواکو د يو لوړپوړى طالب قوماندان د نيولو خبر هم ورکړى. دوى د دغۀ کس نوم غلام نبي غيرت ياد کړى چې په خبره يې په ورانکارو کړنو کې يې لاس لاره او په لغمان کې يې ددغو کړنولارښوونه او تنظيم پر غاړه وو. خو په خپلواکه توګه لا دا نه ده سپينه شوې چې رښتيا هم نيول شوى تن لوړ پورى طالب دى که څنگه. وسله والو طالبانو په دې اړه خپل نظر نه دى په ډاګه کړى. له بلې خوا د شمالي ولايت، بغلان د نهرين په ولسوالۍ تيره شپه د طالبانو لخوا ١١توغندي توغول شوي چې لامله يې دوه سرتېري ټپيان شوي دي. وسله وال طالبان وايي دغه توغندي دوى توغولي او د هغوى دوه تنه ملگري په همدې تور حکومتي ځواکونو نيولي. | ورسره تړلي نور خبرونه د ناټو درې سرتېري وژل شوي06 جون, 2007 | خبرونه صالح: د ناامنۍ کچه تر تېرکال څوځلې ټيټه ده02 جون, 2007 | خبرونه برتانوي او افغان سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتې26 مۍ, 2007 | خبرونه طالبان، ماشومان او افغان سرتېرى وژل شوي22 مۍ, 2007 | خبرونه په تازه پېښو کې پوليس او طالبان وژل شوي15 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||