BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:05 گرينويچ 2007 ,22 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبان، ماشومان او افغان سرتېرى وژل شوي

په سويل کې ولسي خلک د ناامنۍ لامله له خپلو سيمو څخه د تگ په وخت کې
په سويل كې روان تاوتريخوالى هره ورځ دگڼو انسانانو ژوند اخلي او د ښكېلو غاړوترڅنګ پکې ولسي وګړو ته هم پکې زيان اوړي
دسويل او سويل ختيځ په روان تاوتريخوالى كي نن (سه شنبه) په كندهار، هلمند، زابل او خوست ولايتونو كې دولسي خلكو، وسله والو طالبانو او افغان سرتېرو دمرګ ژوبلي خبر ونه وركړل شوي .

په سويل ختيځ ولايت خوست کې چارواکي وايي د ملي پوځ دوه سرتېري سهار هغه مهال ووژل شول چې گاډى يې د سړک پرغاړه ماين باندې وخوت.

جنرال مراد علي مراد، په سويل ختيځ کې د پوځ يو چارواکى، وايي سرتېرو يې نن په دوه مندو ولسوالۍ کې گزمه کوله چې پر سړک ښخ شوي ماين وربرابر شول او دوه سرتېري مړه شول. يو سرتېرى ژوبل شوى هم دى.

دكندهار چارواكي وايي تېره شپه ددغه وولايت په ژېړۍ ولسوالۍ كې په يوه وسله واله نښته كې لس طالبان وژل شوي چي ددوى په وينا دځينو مړي يي اوس هم دجګړې په ميدان کې پراته دي .

چارواكي وايي په دغه جګړه كې يو افغان سرتيري هم وژل شوى او يو بل تن ټپي شوى دى .
دوى وايي نښته هغه مهال رامنځته شوه چي وسله والو طالبانو دسرتيرو پريوې امنيتي پوستې بريد وكړ .

طالبان خپله مرګ ژوبله نه مني او ادعا كوي چي دكندهار دپنجوايي ولسوالۍ په نلغام سيمه كې يې دافغان پوځ ١١ سرتېري وژلي دي . خوافغان چارواكي د طالبانو ددغې ادعا پخلى نه كوي .

دكندهار دګاونډ دهلمند په سنګين ولسوالۍ كې بيا ديوۀ ځاى پرځاى شوي ماين په چاودنه كې درې كوچنيان وژل شوي .

دسنګين چارواكي وايي دچاودني وروسته دوه كوچنيان ځاى پرځاى ووژل شول اودرېيم تن يې د برتانوي ځواكونو په روغتون كې ساه وركړه .

هاخوا، د زابل ولايت په شينكۍ ولسوالۍ كې چارواكو دپنځو طالبانو دوژل كېدو ادعا كړې.
سيمه ييز امنيتي چارواكي وايي په وژل شويو طالبانو كې ددغې ډلې يو قوماندان ملاعبدالكبير هم شامل دى .

دطالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي دغه ادعا ردوي اوپر پېښه ځان ناخبره بولي .

دافغانستان په سويل كې روان تاوتريخوالى هره ورځ دگڼو انسانانو ژوند اخلي او د ښكېلو غاړوترڅنګ پکې ډېر زيان ولسي وګړو ته هم اوړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت