BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:48 گرينويچ 2007 ,20 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دگردېز او غزني په بريدونو کې ٤٠ کسان وژل شوي
پکتيا
د افغانستان په سويل او ختيځ کې ځانمرگي بريدونه په دې وروستيو کې زيات شوي دي
په سويل ختيځ ښار گردېز کې په يوۀ ځانمرگي بريد کې لږترلږه لس ولسي خلک وژل شوي او تر ٣٠ زيات يې ټپيان دي.

عيني شاهدان وايي يوۀ تن چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي ول هغه مهال ځان والوزاوه چې د بهرنيو ځواکونو يو کاروان په ښار کې تېرېده.

د نن (يکشنبه) سهار په پېښه کې د بهرنيو ځواکونو د مرگ ژوبلو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د پکتيا ولايت د پوليسو مشر عبد الرحمن سرجنگ وايي په بريد کې لس عادي وگړي وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان دي.

په وروستيو کې په افغانستان کې ځانمرگي بريدونه زيات شوي، چې پړه يې په ټوليزه توگه طالبان پرغاړه اخلي.

دا ډول بريدونه د سږ کال له پيل راهيسې په ډېرېدو دي، خو تېره اونۍ د طالبانو د لوى قومندان ملا داد الله له وژنې وروسته ناامني نوره هم زياته شوې.

تېره ورځ په شمالي ښار کندوز کې يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي د ناټو تر قوماندې لاندې درې الماني سرتېري او شپږ دوکانداران ووژل او گڼ نور يې ټپيان کړل.

همداډول د اونۍ په پاى کې په سويلي ولايت کندهار کې يوۀ ځانمرگي بريد ظاهرا د هغه ولايت والي او د اطلاعات و کلتور وزير په نښه کړل، خو دوى دواړه ژوندي ووتل او لس کسان پکې ملکي خلک ووژل شول.

هاخوا په سويلي ولايت غزني کې، د ناټو ځواکونه وايي تېره شپه د دوى په بمباريو کې تر ٣٠ زيات وسله وال طالبان وژل شوي.

د ناټو پوځ يوه خبرپاڼه ليکي چې دوى تېره ورځ د وسله والو طالبانو له څو ډلو سره هغه مهال ونښتل چې له افغان ځواکونه سره يې په قره باغ ولسوالۍ کې گډه گزمه کوله.

خبرپاڼه زياتوي چې جگړه اوه ساعته روانه وه او د ناټو د جنگي الوتکو د وسله والو طالبانو ځايونه بمبارد کړل، چې په پايله کې يې تر ٣٠ زيات طالبان ووژل شول.

د غزني ولايت، د نورو سويلي ولايتونو په څېر، په دې وروستيو مياشتو کې د زياتېدونکې ناامنۍ شاهد دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت