|
عظيمي: د دادالله مړينې پر طالبانو ناوړه اغېز کړى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د قوماندان دادالله وژل کېدو د طالبانو په مورال او فعاليتونو ناوړه اغيز پرېيستى. د طالبانو دغه تر ټولو مشهور قوماندان د اونۍ په پيل کې په سويلي ولايت هلمند کې ووژل شو . د وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي چې د طالبانو د دغه قوماندان په وژل کېدو سره د امنيت د راوستو په وړاندې يو لوى خنډ له لارې ايسته شوى او دا چې پوځ به له دې وروسته په سيمه کې چټک پرمختگ وکړي . خوپه افغانستان کې د ناټو د ځواکونوچارواکي وايي چې کېدى شي طالبان ځانونه لاپسې زورورو بريدونو ته چمتو کړي . د افغانستان د دفاع وزارت د هيواد په سويل کې د طالبانو له تر ټولو د ياد او مشهور قوماندان ملادادالله مړينه د خپل پوځ او خپلو نړيوالو ملاتړو لپاره يو لوى برى بولي. د وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د چارشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته د څرگندونو په مهال د طالبانو په منځ کې د دغه قوماندان اغيز ته اشارې کولې. ده وويل ملا دادالله داسې يو قوماندان و چې په ټوله سيمه کې يې د طالبانو د بريدونو لارښودنه کوله . د وياند باور دا و چې د پوځ له لارې د ملا دادالله په ايسته کېدو سره په حالاتو کې د پام وړ بدلون د رامنځ ته کيدو په حال کې دى . وياند دا هم وويل چې په دې سره گواکې د طالبانو مورال مات شوى دى . هغه وويل: ''د ملا دادالله مړينه د افغان پوځ ، نورو افغان امنيتي ځواکونو او له موږ سره د مرسته کوونکو نړيوالو امنيتي ځواکونو لپاره يو لوى برى دى. د هغه وژل کېدو د ترهگرو په مورال خورا منفي اغېز کړى. د هغوى پر سوق او اداره يې هم بد اغيزکړى.
خو په افغانستان کې د ناټو د مېشتو ځواکونو چارواکي وايي چې پر طالبانو به د ملا دادالله د مړينې اغيز تر ډېره ونه پايي. د دغو ځواکونو مشر قوماندان جنرال ډان مکنيل لا تېره ورځ يوې برتانوۍ ورځپاڼې ته ويلي چې ښايي طالبان د څو ورځو دننه ځان وژونکو بريدونو او د سړک د غاړې بمي چاودنو ته لا زور ورکړي . د طالبانو په قومانده کې د گډ وډۍ د راتلو په اړه د افغانستان د دفاع وزارت د انگېرنو خلاف، د ناټو قوماندانان بيا له لويه سره دا گڼي چې طالبان په کومه واحده قومانده نه، بلکې ډير ځله د وړو-وړو گروپونو په بڼه په مستقله توگه عمل او بريدونه کوي . د ناټو د قوماندانانو د دا ډول انگيرنو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ښاغلي عظيمي دا ومنله چې کيدى شي طالبان د لنډې مودې لپاره يو څه توند عکس العمل وښيي. په ټوله کې د دفاع وزارت د دغه جنرال ټينگار په دې و چې اوس به د دوى خپل ځواکونه او نړيوال ملاتړي په سيمه کې په گړنديو يرغليزو بريدونو لاس پورې کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه ملا داد الله څوک و؟13 مۍ, 2007 | خبرونه ملا دادالله وژل شوى دى13 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||