BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:42 گرينويچ 2007 ,13 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ملا دادالله وژل شوى دى

د ملا دادالله مړى
خبريالان وايي هغه مړى چې دوى ته ښوول شوى کټ مټ د دادالله دى
افغان چارواکو او د ناټو ځواکونو د طالبانو د تر ټولو مشهور قوماندان ملا دادالله د وژل کېدو خبر ورکړى.

د کندهار والي خبريالانو ته د وژل شوي قوماندان د مړي د ښوولو په مهال ويلي چې نوموړى د هلمند په ولايت کې د افغان او ناټو د ځواکونو په گډو عملياتو کې ووژل شو.

د طالبانو له منځه ملا دادالله ته ورنژدې سرچينو او ځينوځايي خبريالانو چې د طالبانو دغه قوماندان يې پيژانده، د هغه د مړي له ليدو وروسته د خبر پخلى کړى .

د ناټو ځواکونو هم په يوې خبرپاڼه کې د ملا داد الله د وژل کېدو تائيد کړى. خبرپاڼه وايي ملا دادالله د امريکا په مشرۍ د ايتلاف، ناټو او افغان ځواکونو په گډو عملياتو کې ووژل شو.

د ملا دادالله د وژل کيدو خبر د يکشنبې په گهيځ رسنيو ته ورسيد. د کندهار والي اسدالله خالد د ورځني کار د پيل په هماغه لومړيو شيبو کې د خبر د اورولو لپاره ځايي خبريالان د ولايت ودانۍ ته وروبلل . ښاغلي خالد د دغه قوماندان وژل کيدل د طالبانو د ملا د تير له ماتېدو سره پرتله کړ. ده وويل چې ملا دادالله په سويلي ولايت هلمند کې د افغان او ناټو د ځواکونو په گډو عملياتو کې وژل شوى .

له طالبانو سره په روانه جگړه کې د دغې وروستۍ پرمختيا په اړه د والي خالد څرگندونې خورا لنډې وې . هغه د عملياتو د دقيقي سيمې او وخت په اړه هم د څه له ويلو ډډه وکړه او د گڼو ځوابونو د ورکړې په ځاى يې خبريالان مخامخ د ملا دا دالله د مړي ليدو ته وروبلل . د طالبانو دغه قوماندان ظاهرا په سر د سپکې وسلې په مردکي لگيدلى و.

د ملا دادالله پوځي ژوند
له اره د ارزگان ولايت و، چې د ځوانۍ له پيله يې د شوروي اتحاد د پوځونو په وړاندې په جهاد کې ونډه واخيسته.
په ١٩٩٤ کې د طالبانو له نوي جوړېدونکي غورځنگ سره يوځاى شو
هغه مهال له کندهاره د دفاع په جگړه کې چې نوى طالبانو ته په لاس ورغلى پر ماين وخوت اوکيڼه پښه يې پرې شوه
د شمالي ولايتونو د نيولو په جگړو کې د طالبانو د تر ټولو زړور قوماندان په توگه راڅرگند شو
د طالبانو په وروستيو ورځو کې په کندز کې د جنرال دوستم کسانو ته په لاس ورغى، خو ژر کندهار ته په تېښته بريالى شو
د طالبانو له پرېوتو وروسته د دوى د تر ټولو سخت جنگېدونکي او سخت زړي پوځي مشر په توگه راڅرگند شو چې د ځانمرگي بريدکوونکو په چمتو کولو او د بهرنيانو په تښتونه کې يې لويه ونډه لرله

چارواکو د خبرې د يقيني کولو لپاره د هغه له وړاندې کلونوپرې شوې پښه هم ورلوڅه کړې وه .
وروسته ځينو ځايي خبريالانو چې له ملا دادالله سره يې ليده کاته شوي وو ، په باور سره ددې پخلې کاوه چې ښودل شوى مړى د ملا دادالله دى .

پخپله ملا دادالله ته ورنژدې سرچينو هم د دغه خبر پخلى کړى . په دوى کې ځينو کسانو چې نه يې غوښتل نومونه يې واخيستل شي ، په تليفوني تماسونو کې دا منلې چې قوماندان يې دوه شپې وړاندې د هلمند د ناوې او مرجې د ولسواليو تر منځ سيمه کې وژل شوى او دا چې مړى يې گواکې د پيښې په دويمه ورځ د حکومت په لاس ورغلى دى .

خود هلمند ځينې ځايي چارواکي چې دوى هم د خپلو نومونو له ښودو ډډه کوي وايي چې د طالبانو دغه قوماندان په يادې شوې سيمې کې د شنبې په شپه په داسې حال کې د افغان امنيتي ځواکونو په لاس ورغلى چې دروند ټپ يې خوړلى وو او دا چې دى وروسته د اخيستي ټپ له کبله په روغتون کې ومړ .

ځايي اوسيدونکي مني چې په دغه شپه په همدغه سيمه کې هوايي بمبارۍ او ځمکنۍ ډزې شوې، خو په دې کې د ملا دادالله له وژل کېدو ځانونه بې خبره بولي. په سيمه کې د طالبانو نورې سرچينې هم يا ځان له دغې پيښې ناخبره بولي او يا ورکړل شوى خبر ناسم گڼي.

په کابل کې د ناټو د ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم د ملا دادالله د وژل کېدو راپورونه تائيد کړل. د دغو ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې داد الله وروسته له هغه ووژل شو چې دى له خپل پټنځايه ووتل.

که څه هم چې دحکومت له لورې د ملا دادالله د مړي په ښودو سره د هغه د وژل کيدو خبره يقيني شوې خو يو څه لا هم تر ډيره ناڅرگند پاتې دي او هغه دا چې د طالبانو دغه مشهور او خبر جوړوونکى قوماندان چيرې او څنگه ووژل شو ، مړى يې څه ډول د حکومت په لاس ورغى او څنگه او ولې له هلمنده کندهار ته ولېږدېد .

ورسره تړلي نور خبرونه
ملا داد الله څوک و؟
13 مۍ, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت