|
دطالبانويومشر په غيابي توگه په عمري بند محکوم شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دپاکستان يوې محکمې د طالبانو يو مشر قومندان ملا دادلله د پاکستان د پارلمان د يوغړي د وژنې د هڅې له امله په عمري بند محکوم کړ ملا دادالله چې گمان کيږي اوس د افغانستان په يو نامعلوم ځاى کې پټ دى د پاکستان د کوټې د ښار د محمکې له خوا محکوم شوى . ملا دادالله تورن دى چې په ٢٠٠٤ م کال کې ېې د پاکستان د يو اسلام پالي سياست وال مولانا محمد خان شيراني د وژنې په ناکامه هڅه کې لاس درلود . پر مولانا شيراني باندي د ٢٠٠٤ کال د نوامبر په ١٨ مه د پاکستان د بلوچستان ايالت په يوه لويه لاره کې دليرې نه کنتروليدونکي بم په وسيله بريد شوى وو خو هغه ته کوم زيان ونه رسيد ښاغلى شيراني د پاکستان د جماعت علماې اسلام گوند غړى دى جماعت علماې اسلام يو بنيادگر کوند دى چې افغانستان کې د شورشي طالبانو پلوي کوي خو مولانا شيراني ددې گوند يواځېنى غړى دى چې ويل کيږي پر طالبانو باندې انتقادونه کوي ملا دادالله د طالبانو يو مشر قوماندان دى چې ويل کيږي دهغوى مشر ملا محمد عمر ته نژدې دى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||