|
ملا داد الله څوک و؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملا داد الله د وسله طالبانو د لس کسيزې شورا يو مهم غړى وو چې په تيرو پنځو کلونو کې يې د نړيوالو او افغان ځواکونو په وړاندې د طالبانو د بريدونو مشري کوله . دى د افغانستان په سويل د ارزگان په ولايت کې زېږيدلى او د شوروي اتحاد له پوځونو سره په جهاد کې يې ونډه درلوده . په ١٩٩٤ ميلادي کال کې کله چې د طالبانو غورځنگ پيلېده ، ملاداد الله اخند له دغه غورځنگ سره يوځاى شو او د طالبانو لاس ته لوېدلي کندهار پر لورې په هغه مهال د هرات دوالي اسماعيل خان لخوا د پرمختگ پر وخت په يوه ماين وخوت اوکيڼه پښه يې پرې شوه . ده د طالبانو لخوا د سيمو د نيولو په زياتره په عمليانو کې وڼده درلوده . دده په لاس د سيمو د کېوتو لامل په دې کې ليدل کيږي چې دى يو پرېکنده او سخت زړى قوماندان و چې په شمال کې د يو شمېر ډله ييزو وژنو نسبت هم ده ته ورکول کيږي . د طالبانو د نسکوريدو پر مهال ، د طالبانو د لوى درستيز ملا فاضل اخوند سره ملادادالله هم د کندز په ولايت کې د طالبانو د پوځي چارو مسوليت په غاړه لاره .
ملافاضل اخوند د زرگونو نورو طالبانوسره جنرال دوستم ته تسليم شوچې اوس گوانتنامو کې بندى دى، خو ملا دادالله وکولى شول چې له کندزه په پټه، تر کندهاره ځان ورسوي . په تيرو پنځو کلونو کې د طالبانو د لوى پوځي قوماندان په توگه ملادادالله د هيواد په سويلي سيمو کې نړيوالو او افغان ځواکونو په وړاندې د طالبانو د بريدونو لارښونه کوله او باور کيږي چې د بهرنيانو او افغانانو تښتونې او وژنې دده په قوماندې ترسره کېدل . ويل کيږي چې ديو ه ايټالوي خبريال سره نيول شوي د هغه موټر چلوونکى او افغان خبريال اجمل نقشبندي هم د دۀ په لارښوونه وژل شوي وو . ښاغلى يوسفزي وايي ښايي همدا لامل و چې ويل کيږي د طالبانو يو شمير مشرانو د ملادادلله له دغه ډول کړو وړو سره مخالفت کاوه . د حکومت لخوا د طالبانو د نيول شوي يوه وياند ډاکټر حنيف له خوا داخبره هم شوې وه چې ښايي د طالبانو د شورا د يو ه پخواني غړي مولو ي اخترمحمد عثمانې په وژلو کې د ملادادالله لاس و او دې خبرې د ډيرو په وينا طالبانو کې د يوه درز د رامنځته کيدو څرگندويي هم کوله . خو له دې هر څه سره سره ، جنگيدونکو طالبانو ملادادالله ته د يو نوميالي زړور او اتل قوماندان په توگه کتل .
په اسلام آباد کې د طالبانو يو پخوانى سفير، ملا عبد السلام ضعيف، د هغه وژنه د طالبانو لپاره يو گوزار بولي ، خو وايي ښايي په اوږد مهال کې د طالبانو پر عملياتو دومره اغيز ونه شي کړاى . خو رحيم الله يوسفزي بيا دا د طالبانو لپاره يو دروند گوزار بولي چې وايي طالبانو ته به گرانه وي چې وکولى شي په لنډ وخت کې د هغه ځاى ډک کړي . د مولوى اخترمحمد عثماني څخه وروسته، ملاداد الله د طالبانو د شورا دويم غړى دى چې په څو وروستيو مياشتوکې د نړيوالو او افغان ځواکونو په عملياتو کې وژل کيږي . د طالب چارواکو وژل کيدل وروسته له هغه زور واخيست چې د ناټو ځواکونو وويل چې له دې وروسته به به يې ډيره هڅه داوي چې طالب قوماندانان په نښه کړي . د قوماندانانو له منځه تلل، له پوځي پلوه پر عملياتو ژور اغېز کوي چې د چارو د کارپوهانو په وينا د ملادادالله وژل کېدل به هم ددوى په وينا د وسله والو طالبانو قومانده او عمليات اغېزمن کړي. | ورسره تړلي نور خبرونه افغان چارواکي : ملا دادالله وژل شوى دى13 مۍ, 2007 | خبرونه دطالبانويومشر په غيابي توگه په عمري بند محکوم شو29 دسمبر, 2005 | خبرونه ملا دادالله ته د خبريالانو ليک: اجمل خوشې کړئ04 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||