|
په تازه پېښو کې پوليس او طالبان وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل ختيځ ولايت پکتيکا کې د وسله والو طالبانو په يوۀ بريد کې دوه پوليس وژل شوي. د پکتيکا والي ډاکتر اکرم خپلواک وايي وسله والو طالبانو تېره شپه (دوشنبه) د مټاخان ولسوالۍ پر مرکز بريد کړى او دوه پوليس يې وژلي. خو د طالبانو يوۀ وياند د پوليسو له مرگ ژوبلې سربېره د لږ وخت لپاره د ولسوالۍ نيول او له هغه ځايه د وسلو د وړلو ادعا هم کوي. په سويلي ولايت کندهار کې بيا چارواکي وايي ١١ طالبان د افغان او ناټو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي. د دفاع وزارت يوه خبرپاڼه وايي په هغه پوځي عملياتو کې چې تېره شپه د ژېړۍ ولسوالۍ په سياه جوى سيمه کې وشول، ١١ وسله وال طالبان له منځه تللي، چې د دوى يو سيمه ييز قومندان، ملا منان هم په مړو کې دى. خو طالبان په دغو عملياتو وژل شوي کسان هم ولسي وگړي بولي او خپل تلفات نه مني. په کابل کې د دفاع وزارت خبرپاڼه وايي د ناټو هوايي ځواکونو په سيمه کې د طالبانو پر سنگرونو بمونه غورځولي. خو د ناټو ځواکونو يوه وروستۍ خبرپاڼه بيا له دغو راپورونه څخه ځان ناخبره گڼي. خبرپاڼه ليکي چې ناټو ځواکونه په کندهار کې له بمباره يا کومو مهمو عملياتو څخه نه دي خبر. وړاندې تر دې، رسنيو د کندهار د پوليسو د چارواکو له خولې ويلي وو چې ٦٠ طالبان د ژېړۍ په علمياتو کې وژل شوي. د افغانستان سويل او سويل ختيځ د دغه هيواد تر ټولو نارامه سيمې دي، چې د نوي کال له پيل راهيسې پکې تاوتريخوالى لا په زياتېدو دى. | ورسره تړلي نور خبرونه په غزني کې څلور پوليس وژل شوي10 مۍ, 2007 | خبرونه په افغانستان کې ١٣ پوليس وژل شوي06 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||