|
د ناټو درې سرتېري وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د تاوتريخوالي په وروستيو پېښو کې، د ناټو درې سرتېري، د پوليسو يو چارواکى او يو ولسوال په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي. د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي دوه سرتېري يې نن (چارشنبه) په سويل کې په دوو جلا پېښو کې وژل شوي. خبرپاڼه وايي پوځيان يې له وسله والو طالبانو سره په نښتو کې له لاسه ورکړي، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي. په سويل کې ډېرى مېشت د ناټو سرتېري د برتانيې او کاناډا دي. تر دې مخکې د ناټو يوې بلې خبرپاڼې تېره ورځ له وسله والو طالبانو سره په ورته نښتو کې د افغانستان په ختيځ کې د يوۀ سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړى و. خبرپاڼې د پېښې سيمه او د وژل شوي سرتېري هويت نه وپه ډاگه کړى، خو امريکايي پوځ منلې چې دوى خپل يو پوځي له لاسه ورکړى. طالبانو چې د اوه بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا کوي وايي چې د پېښې ځاى کونړ ولايت دى. بلخوا، په غزني ولايت کې د پوليسو يو جگپوړى چارواکى د وسله والو طالبانو په بريد کې وژل شوى. د غزني د پوليسو مشر عليشاه احمدزى وايي د دۀ د جنايي څانگې مرستيال مشر غزني ښار ته نژدې په خشک سيمه کې په يوۀ کمين کې تېر ماښام ووژل شو. پر غلام رسول خپل کورته پر لاره د ښار شمال ته په څو کېلومترۍ کې بريد شوى، چې طالبانو يې پړه پر غاړه اخيستې. هاخوا په سويل ختيځ ولايت پکتيکا کې د يحيى خېلو ولسوال هغه مهال ووژل شو چې غوښتل يې د سړک د غاړې تازه اېښودل شوى بم خنثی کړي. په سويل ختيځ کې د ناټو يوۀ پوځي وياند بي بي سي ته وويل جلات خان چې د تازه وژل شوي ولسوال ځايناستى و هغه مهال ژوند له لاسه ورکړ چې د خنثی کولو په وخت کې بم پرې وچاودېد. بلخوا، په زابل او ارزگان ولايت کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه وايي په ارزگان او زابل ولايت کې يې ١٩ وسله وال طالبان له وسلو سره يوځاى په بېلابېلو پوځي عملياتو کې وژلي. د افغانستان سويلي سيمې په وروستيو کې په زياتېدونکي توگه د ناراميو شاهد دي. | ورسره تړلي نور خبرونه په افغانستان کې د ناټو دوه سرتيري ووژل شول20 اپريل, 2007 | خبرونه د کاناډا شپږ سرتيري په افغانستان کې وژل شوي 09 اپريل, 2007 | خبرونه ناټو او طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتي08 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||