|
په افغانستان کې د ناټو دوه سرتيري ووژل شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له کندهاره په خپره شوې يوه خبر پاڼه کې ناټو وايي چې دوه سرتيري يې په جلا پېښو کې د جمعې په ورځ وژل شوي دي . خبر پاڼه د وژنې ځاى نه وايي خو يادونه کوي چې دغه وژنې د دوو جلا چاودنو له امله شوې دي . د دغو سرتيرو هويت هم نه دى څرگند شوى . ناټو په تيرو وختونو کې تر هغو د وژل شويو سرتيرو پېژندگلوي پټه ساتلې چې د هغوى د هيواد چارواکو پرې څه نه وي ويلي . خو په هالنډ کې د دفاع وزارت ويلي چې په دغو وژل شويو سرتيرو کې يو تن د دوى د هيواد دى چې د افغانستان د هلمند په ولايت کې نن د پلې گزمې پر وخت پر يوۀ ماين د پښې اېښودو له امله ووژل شو . دا په افغانستان کې لومړى ځل دى چې د هالنډ کوم سرتيرى په جگړه کې وژل کيږي . تير کال د دوى شپږ سرتيري د يوې چورلکې او يوې بلې الوتکې د لويدو له امله وژل شوي و خو په جگړه کې يې کله ځاني تاوان نه و ليدلى . د افغانستان په سويل کې د ناټو د ځواکونو عمومي قومندان تورن جنرال ټان ون لون په خپل غبرگون کې ويلي دوى به د دغو سرتيرو ياد تل په دې ساتي چې د دۀ په وينا يې د افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره قرباني ورکړه . په تيرو نژدې دوو اوونيو کې شاوخوا ١٥ بهرني سرتيري په افغانستان کې وژل شوي دي . په وژل شويو کې تر ټولو ډير کاناډايي سرتيري و چې ډيره برخه يې د کندهار په ولايت کې ځاى پر ځاى دي . د ٢٠٠٧ کال له پيل څخه راهيسته په افغانستان کې تر اوسه د نړيوالو ځواکونو ٤٢ سرتيري وژل شوي دي . دغه وژنې ډيرې د سړک د غاړې په چاودنو او د ماينونو له امله شوي دي . ١١ ورځې وړاندې د يوې چاودنې له امله د کاناډا شپږ سرتيري په کندهار کې ووژل شول چې په يوه چاودنه کې د ناټو ځواکونو ته تر ټولو ډيره مرگ ژوبله وبلل شوه . | ورسره تړلي نور خبرونه د کاناډا شپږ سرتيري په افغانستان کې وژل شوي 09 اپريل, 2007 | خبرونه ناټو او طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتي08 اپريل, 2007 | خبرونه ناټو: پاکستان د اورپکو په مخنيوي کې مرسته کوي26 مارچ, 2007 | خبرونه ناټو: په افغانستان کې امنيت او سوکالي غواړو22 فبروري, 2007 | خبرونه گېټس: ناټو دې افغانستان سره ژمنې پوره کړي11 فبروري, 2007 | خبرونه جنرال رحيم وردک : د ناټود غونډې نتيجې مثبتې دي 09 فبروري, 2007 | خبرونه ناټو د افغانستان لپاره نور عسکر غواړي 08 فبروري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||