BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:11 گرينويچ 2007 ,26 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
برتانوي او افغان سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتې

په هلمند کې برتانوي سرتېرى
د برتانيې د دفاع وزارت تاييد کړې چې يو سرتېرى يې د هلمند په سنگين ولسوالۍ کې وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي
د سويل په وروستي تاوتريخوالي کې په کندهار کې ځانمرگي بريد دوه افغان سرتېري ټپيان کړي او په گاونډي هلمند کې د ناټو يو برتانوى سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

په تر ټولو وروستۍ پېښه کې په كندهار ولايت كې په يوه ځانمرګي بريد كې لږترلږه دوه افغان سرتيري ټپيان شوي.

چارواكي وايي بريد كوونكي خپل ځان دښار په عيدګاه دروازه سيمه كې دافغان سرتيرو له يوه ګاډى سره نژدې خپل ځان والوزاوه .

چارواكي وايي بريدكوونكى پلى روان و او د افغان سرتيرو يوه ګاډي ته نژدې يې ځان والوزاوه .ددغه بريد پړه تراوسه چاپه غاړه نه ده اخيستې .

هاخوا دناټو ځواكونو ويلي چي د هلمند ولايت په گرمسېر ولسوالۍ كې يې د وسله والو طالبانو سره په جګړه كې يو سرتيري وژل شوى او څلور نورټپيان شوي .

دكندهارپه هوايي ډګر كې دايساف له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه ليكي چي يو سرتيري يې نن (شنبه) سهار وختي له وسله والو طالبانو سره په جګړه كې وژل شوى او څلورنورسرتيري يې ټپيان شوي دي .

دغې خبرياڼې د وژل شويو او ټپي شويو سرتېرو هويت او سيمه نه ده ښوولې، خو د برتانيې د دفاع وزارت تاييد کړې چې يو سرتېرى يې د هلمند په گرمسېر ولسوالۍ کې وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي.

په تېرو دو ورځو كې دا د ناټو دويم سرتىرى دى چې له وسله والو طالبانوسره په جګړه كې خپل ژوند له لاسه وركوي .

له هلمند څخه د نورو دجګړو اونښتو خبرونه هم رارسېدلي . دچارواكو په وينا هغه نښته چې تېره شپه د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ كې د ناټو او افغان ځواكونو اووسله والو طالبانو ترمنځ وشوهچې دوسله والو طالبانوددوو، قوماندانانو ملانظرجان اغا اوملامحمدظريف اخوند، په گډون پكې لس طالبان ووژل شول.

دهلمند دپوليسو مشر پاسوال نبي جان ملاخېل بي بي سي ته وويل جګړه هغه مهال ونښته چې وسله والو طالبانو دناټو اوافغان ځواكونو پر يوې ګزمې بريد وكړ .

خووسله وال طالبان خپله مرګ ژوبله نه مني اوادعاكوي چي دناټو شپږ سرتېري يې وژلي او څو ګاډي يې ورڅخه ترنيولو وروسته سوځولي .خو افغان چارواكي وايي چي په جګړه كې وافغان اوناټو سرتيروته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى .

بله خوا دهلمند په مارجې ولسوالۍ كې دنامعلومو وسله والو لخوا يو پخوانى جهادي قوماندان
چي اوس يو قومي مشر بلل كېده د خپلې كورنۍ له دوو غړو سره وژل شوي .

چارواكي وايي د حاجي عبدالخالق په نوم دغه قومي مشر دوې شپې وړاندي په داسي حال كې دنامعلومو وسله والو لخوا تښتول شوى و چي دشپې له يوې ميلمستيا څخه خپل كورته روان وو .
ددغه قومي مشر مړى تيره شپه په داسې حال كې موندل شوى چې د هغه له دوو نورو ملګرو سره په ګوليو سورى سورى شوى و .

كه څه هم يوشمېر كسان د نوموړى دوژل كېدو پړه پروسله والو طالبانو وراچوي خو طالبان په دغه پيښه ځان ناخبره بولي .

او دكندهار په ميوند ولسوالۍ كې دچارواكو په وينا درې طالبان دخپل ماين په يوه چاودنه كې وژل شوي دي. ځايي چارواكو وايي طالبانو دغه ماين دسرك پرغاړه ښخاوه چې خپله پردوى وچاودېد. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت