BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:07 گرينويچ 2007 ,02 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
صالح: د ناامنۍ کچه تر تېرکال څوځلې ټيټه ده

تېر کال ځينې ډېر خونړي بريدونه شوي و، چې يو يې په کابل کې د امريکا د سفارت څنگ ته و
افغان استخبارات هغه څه چې دوى يې د امنيتي وضعې ښه والي بولي، خپله لويه لاسته راوړنه بولي
د افغانستان امنيتي چارواکي وايي چې د مرگ ژوبلې کچه د تېر کال په پرتله په دغه هيواد کې شپږ برابره ټيټه شوې او په ځانمرگي بريدونو او د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې هم نيم په نيمه کموالى راغلى.

د ملي امنيت مشر امرالله صالح چې نن د ولسي جرگې د امنيتي چارو په کميسيون کې غږيده د مرگ ژوبلې د کميدلو وجه د کورنيو او بهرنيو امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي او د دغو ځواکونو بريالي پوځي عمليات وبلل.

ښاغلي صالح د ناامنۍ د پېښو کموالى د خپلې ادارې لاسته راوړنه وگڼله او په ځانگړې توگه په کابل او کندهار ولايتونو کې د خپلې ادارې پر برياوو تم شو.

هغه وويل: ''تېر کال همدا مهال موږ په ورځ کې د مرگ ژوبلې دېرش پيښې لرلې چې اوس دغه شمېره پنځو ته ټيټه شوې.

که د چاودنو کچې ته پاملرنه وشي تېر کال په کندهار کې د ورځې لږ تر لږه يوه چاودنه کيده، خو سږ کال دغه شميره ډيره کمه شوې او که چيرته په ورځ کې هلته يوه امنيتي پيښه وشي، له هغې پرته وضع تر پروسږ کال ډيره کابو شوې ده.''

 ''تېر کال همدا مهال موږ په ورځ کې د مرگ ژوبلې ٣٠ پيښې لرلې چې اوس دغه شمېره پنځو ته ټيټه شوې. که د چاودنو کچې ته پاملرنه وشي تېر کال په کندهار کې د ورځې لږ تر لږه يوه چاودنه کېده، خو سږ کال دغه شميره ډيره کمه شوې.
د افغانستان د څارگرۍ ادارې مشر، امرالله صالح

ښاغلي صالح د پلازمېنې کابل په ختيځه سيمه کې د ناټو پر ځواکونو د ځانمرگي بريدونو او د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې هم د پام وړ کموالي خبر ورکړ.

هغه زياته کړه په ټول افغانستان کې يوازينى ولايت چې د دولت په وړاندې يې امنيتي ننگونې ولاړې کړې هغه په سويل کې پروت د هلمند ولايت دى چې په وينا يې دولت د دغه ولايت په ډيرو شمالي او سويلي ولسواليو اوس هم واکمني نه لري.

ښاغلي صالح وويل: ''سږ کال د افغانستان ملت او په تېره بيا د امنيت ځواکونو لپاره د ملا داد الله وژنه ستره لاس ته راوړنه وه او په طالبانو کې هغه درز او پر يو بل چې کومه بې باوري پيدا شوې او يو شمير يې همدا اوس هم د دولت سره همکارۍ ته چمتو دي او د يو بل پر ضد رپوټونه ورکوي دا ټولې هغه لاسته راوړنې دي چې د امنيتي ځواکونو د هڅو په نتيجه کې لاس ته راغلې.''

خو د استخباراتو د ادارې مشر داسې مهال دغه څرگندونې کوي چې د افغانستان له سويلي، لويديځو او ختيځو ولايتونو څخه د مرگ ژوبلې پر لپسې راپورونه خپريږي او په دغه هيواد کې يې د امنيت په تړاو د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت