BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:11 گرينويچ 2007 ,02 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبانو د گوملې ولسوال تښتولى

غزنى
نعمت الله د غزني له نسبتا ارامه ولسوالۍ، خواجه عمري، څخه تښتول شوى
وسله والو طالبانو له غزني ولايت څخه د څنگلوري پکتيکا ولايت د يوې ولسوالۍ ولسوال تښتولى.

نعمت الله، چې په پکتيکا کې د گوملې ولسوال و، څو ورځې مخکې له خپله کوره په غزني کې تښتول شوى.

د پکتيکا والي ډاکتر اکرم خپلواک ومنله چې نعمت الله د وسله والو لخوا د شپې مهال د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې تښتول شوى.

د ولسوال د تښتولو خبر لومړى دوه ورځې مخکې طالبانو ورکړ. د وسله والو طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته ويلي و چې نعمت الله دوى تښتولى او اوس ورڅخه پلټنې کوي.

ويل کېږي چې ولسوال په رخصتۍ خپل کور ته تللى و، چې د غزني په نسبتا ارامه ولسوالۍ، خواجه عمري کې دى.

خپله د پکتيکا په مرکز، ښرنه ښار کې، تېره شپه ناڅرگنده وسله والو د ټاکنو د دفتر پخوانى ولايتي مشر وژل شوى. وسله وال طالبان وايي محمد برات، چې ويل کېږي اوس يې کومه رسمي دنده نه درلوده، دوى د شپې په خپل کور کې وژلى.

د افغانستان په سويل ختيځ کې په دې وروستيو کې نارامي په زياتېدا ده.

دوه شپې مخکې خوست ښار ته نژدې د گڼو هغو کسانو کورونو له مخې چاودنې شوې وې چې له حکومت يا نړيوالو ځواکونو سره کار کوي. وسله وال طالبان وايي دوى دا چاودنې دغو کارکوونکو ته د خبرداراي په توگه کړې چې خپلې دندې پرېږدي. په چاودنو کې چاته مرگ ژوبله نه وه اوښتې.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت