|
چارواکي وايي په کندهار کې ١٥ طالبان وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان دسويل په تاوتريخوالي کې په كندهار ولايت كې د ١٥ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا شوې، په هلمند او زابل کې پر افغان ځواکونو د سړک د غاړې بمونه چاودېدلي او په ارزگان کې د پروني ځانمرگي بريد د مړو شمېره نوره هم لوړه شوې. په کندهار کې چارواكي وايي جګړه په ژيړۍ ولسوالۍ كې وروسته له هغه رامنځته شوه چې طالب جنګيالو دافغان اونړيوالو ځواكونو پريوې ګزمې بريد وكړ . دكندهار ځايي چارواكي وايي د دغه ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ كې ديوې اوږدمهال نښتي په ترڅ كې چې د شنبې په شپه لومړى د طالبانو په بريد پيل شوه پنځلس وسله وال طالبان وژلي. ددغه ولايت امنيه قوماندان عصمت الله عليزي بي بي سي ته وويل جګړه د شنبې په شپه وروسته له هغه ونښته شوه چې وسله والو طالبانو دناټو اوافغان ځواكونو پريوې ګزمې بريد وكړ . نوموړى چارواكى وايي چي دوژل شوو پنځلسو طالبانوڅخه يې دريوتنو مړى په لاس ورغلي . له بل پلوه دسويلي ولايت هلمند دنادعلي په ولسوالۍ كې هم دسرك دغاړې يوې بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې .عيني شاهدان وايي د ليري كنټرولېدونكي ماين دغه چاودنه دافغان سرتيرو پريوۀ ګاډي وشوه چې مرګ ژوبله يې ور واړوله. خو ځايي چارواكي وايي چي ماين دولسي وګړو پريوۀ موټر چاودېدلي او پكې څلورتنه ټپيان شوي دي . له بل پلوه د زابل له سيوري ولسوالۍ څخه هم دسرتيرو پريوه ګاډي دماين دچاودنې خبر رارسېدلى . وسله وال طالبان په دغې چاودنه كې د ګڼو افغان سرتېرو دوژل كيدو ادعاكوي خو افغان ځايي چارواكي وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل كړې . پرهمدې مهال دارزګان چارواكي وايي دهغه ځانمرګي بريد دمړوشوو كسانو شمېره نوره هم لوړه شوې چې تېره ورځ په ولايتي مركز تيرينكوټ كې دناټو ځواكونو پريوكتار ترسره شوي وو. دارزګان دوالي وياند سليمان كاريزوال وايي دمړو شو شوو ولسي وګړو شميره وروسته له هغه دوولسو تنو ته لوړه شوه چې تيره شپه درې تنو نورو دژورو ټپونو له امله په روغتون كې ساه وركړه . همدارنګه د ارزګان ولايتي وياند وايي چې نن د دغه ولايت والي عبدالحكيم منيب د يادشوي ځانمرګى بريد د وژل شويوکسانو له هرې کورنۍ سره د پنځوس زره افغانيو مرسته وکړه. دغه بريد چې ظاهراً دناټو ځواكونو پركاروان شوى چارواكي وايي ډير زيان پكې ولسي وګړوته اوښتى . خو ناټو ځواكونو په سويل كې ديوۀ ځانمرګي بريد په پايله كې يوازې د خپل يوۀ سرتيري دوژل كيدو اودريو نور دټپي كيدو پخلى كړى . دكندهار په هوايي ډګركې د ناټو ځواكونو يو دفتر دانه وايي چي سرتيروته يي دغه مرګ ژبله دكندهار په ځانمرګي بريد كې اوښتې كه د ارزګان ځکه چې تېره ورځ پردغو ځواكونو دوه ځانمرګي بريدونه شوي وو. | ورسره تړلي نور خبرونه په سويل کې بيا جگړې شوې13 جون, 2007 | خبرونه په سويل کې ناټو او افغان سرتېري وژل شوي12 جون, 2007 | خبرونه بهرنيو سرتېرو او طالبانو ته دسر زيان اوښتى10 جون, 2007 | خبرونه افغان سرتېري او وسله وال طالبان وژل شوي09 جون, 2007 | خبرونه د ناټو درې سرتېري وژل شوي06 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||