|
په سويل کې بيا جگړې شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان په سويلي ولايت زابل کې افغان اوناټو ځواكونه دخپلو عملياتو په ترڅ كې ترلسو زياتو طالب جنګيالو دوژل كيدو خبروركړى . له هلمند او کندهار څخه هم د ورته نيوي عملياتو د پيلېدو راپورونه رارسېدلي. په زابل کې سيمه ييز چارواکي وايي په داى چوپان ولسوالۍ کې ١٢ تنه وسله وال طالبان يې له ناټو ځواکونو سره په گډو عملياتو کې وژلي. په سويل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال رحمت الله روفي وايي طالبانو ته دغه مرگ ژوبله په سيمه کې د تېرې ورځې د پيل شويو پوځي عملياتو په ترڅ کې وراوښتې. ښاغلي روفي وويل په دغو روانو عملياتو کې تردې دمه افغان اونړيوالو سرتيروته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى. خووسله وال طالبان خپلو جنګيالو ته هرډول زيان اوښتل رودي او وايي چې د داى چوپان ولسوالۍ ډيري برخې اوس هم د دوى په ولكه كې دي . له بل پلوه دلته دكندهار ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ كې له نن (چارشنبه) سهار وختي څخه دوسله والو طالبانو ناټو اوافغان ځواكونو ترمنځ درنه جګړه پيل شوې . د جگړې ښکېل لورې يوۀ اوبل ته د درنو زيانونوداړولو ادعاوې كوي . سيمه ييز حکومتي چارواکي وايي په روانه جګړه كې يې ډېر شمېر وسله وال طالبان كلابند كړي . وسله وال طالبان بيا په روانه جګړه كې د خپلو دوو تنو د وژل كېدو اوهمدومره نورو د ټپي كېدو دپخلى ترڅنګ ادعاكوي چې د افغان اوناټو ځواكونو شپږ ګاډي يې ويجاړكړي او پكې سپاره ترلسوزيات سرتېري يې وژلي دي .خوافغان چارواكي د طالبانو دغه ادعا نه مني. د پوليسو د تښتونې ادعا اخوا دكندهار په بل گاونډ، هلمند ولايت، کې هم تېره شپه وسله والو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى .طالبان ادعا كوي چې په گرشک ولسوالۍ کې يې يوه امنيتي پوسته په بشپړه توگه له منځه وړې اودوه سرتيري يې ورڅخه تښتولي . هاخوا د متحدو ايالاتو په مشرۍ ايتلافي ځواكونو د خوست ولايت په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې دخپلو دريو مخالفينو دنيولوخبروكړى . هغه خبرپاڼه چې د دغو ځواكونو له لورې خپره شوې پكې ويل شوي چي دغه عمليات يې دخپلو دقيقو استخباراتي معلوماتو پربنسټ تېره ورځ ترسره كړي دي . دافغانستان په لروبر كې هره ورځ افغان، ناټو ځواكونو او وسله والو طالبانو ته دسرد درنو زيانونو داړولو خبرونه ورکول کېږي. خوددغو زيانونو سره-سره نه دوسله والو طالبانو په بريدونو كې كموالى راغلي اونه هم روان تاوتريخوالي ته دپاى ټكى اېښودل شو. | ورسره تړلي نور خبرونه په سويل کې ناټو او افغان سرتېري وژل شوي12 جون, 2007 | خبرونه 'امريکايي پوځ اوه تنه افغان پوليس وژلي'12 جون, 2007 | خبرونه بهرنيو سرتېرو او طالبانو ته دسر زيان اوښتى10 جون, 2007 | خبرونه افغان سرتېري او وسله وال طالبان وژل شوي09 جون, 2007 | خبرونه د ناټو درې سرتېري وژل شوي06 جون, 2007 | خبرونه طالبانو د گوملې ولسوال تښتولى02 جون, 2007 | خبرونه صالح: د ناامنۍ کچه تر تېرکال څوځلې ټيټه ده02 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||