|
په سويل کې ناټو او افغان سرتېري وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په سويل کې د تاوتريخوالي په وروستيو پېښو کې يو ناټو او دوه افغان سرتېري او يوشمېر وسله وال طالبان وژل شوي. د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو د افغانستان په سويل کې دماين ديوې چاودني په ترڅ كې د خپل يو تن سرتېري د وژل کېدو او د دوو نورو د ټپي کېدو پخلى کړى . دناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه د وژل شوي اوټپي شوو سرتيرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو په سويل كې مېشت نړيوال ځواکونه ډيرى كاناډايي اوبرتانوي سرتيري دي. داچي دغه چاودنه څه وخت اوچيرې شوې خبرپاڼې يې په اړه جزيات نه دي وكړي. خو وسله وال طالبان ادعاكوي چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې يې د ناټو سرتيرو دوه ګاډي د ليرې كنټرولېدونكو بم په واسطه الوځولى او پكي سپاره سرتېري يې وژلي دي . دروان زېږيز كال له پيل څخه دهېواد په بيلابيلو برخو كې ٦٠ زيات نړيوال سرتيري وژل شوي دي . پرهمدې مهال دكندهار دګاونډ دهلمندولايت په ګرشك ولسوالۍ كې افغان چارواكي دنړيوالو سرتيرو په بمباريوكې د نژدې شپږو طالبانو د وژل كېدو خبر ه كوي . افغان چارواكي وايي نړيوال ځواكونو تېره شپه دګرشك ولسوالۍ په مياندوى سيمه كې هغه مهال يو كور بمباركړ چي پكې يو شمير وسله وال طالبان په غونډه بوخت ول . خو طالبان وايي چي په بمبارد شوي كور كې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي اودوى ته پكې زيان نه دى اوښتى. له بل پلوه وسله وال طالبان ادعاكوي چې تېره شپه يې د كندهار په شاولي كوټ ولسوالۍ كې پرافغان اوناټو ځواكونو بريدونه كړې او هغوى ته يې ځاني اومالي زيان وراړولى. خو افغان چارواكي وايي چې دطالبانو د دغې ادعا په اړه يې پلټنې پيل كړې او جزيات به يې وروسته په ډاګه كړي . هاخوا د زابل په شينکۍ اوشاجوى ولسواليو كې هم د وسله والو طالبانو او ناټو اوافغان ځواكونو ترمنځ تېر ماښام (دوشنبه) جګړې شوې. په شاجوى ولسوالۍ كې نښته ددغه ولايت د شينكۍ په ولسوالۍ كې له هغې چاودنې وروسته رامنځته شوه چې دچارواكو په وينا پكې دوه افغان سرتيري ټپيان شول او دسپرلۍ ګاډى يې ويجاړ شو. افغان چارواكي وايي چې ګواكې دشاجوى ولسوالۍ په جګړه كې يې طالبانو ته مرګ ژوبله وراړولې . خوطالبان بيا په خپل وار افغان اونړيوالو ځواكونو ته دمرګ ژوبلې داړولو ادعا كوي. | ورسره تړلي نور خبرونه 'امريکايي پوځ اوه تنه افغان پوليس وژلي'12 جون, 2007 | خبرونه بهرنيو سرتېرو او طالبانو ته دسر زيان اوښتى10 جون, 2007 | خبرونه افغان سرتېري او وسله وال طالبان وژل شوي09 جون, 2007 | خبرونه د ناټو درې سرتېري وژل شوي06 جون, 2007 | خبرونه صالح: د ناامنۍ کچه تر تېرکال څوځلې ټيټه ده02 جون, 2007 | خبرونه طالبان، ماشومان او افغان سرتېرى وژل شوي22 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||