|
حکومت د غورک ولسوالۍ بېرته نيولې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کندهار کې چارواکي وايي له يوې سختې جگړې وروسته يې له طالبانو څخه د غورک ولسوالۍ بېرته نيولې ده. دغه ولسوالۍ پنځه ورځي وړاندي وسله والو طالبانو نيولې وه . دكندهار والي اسدالله خالد خبريالانو ته وويل چې افغان ځواکونو تيره ورځ ناوخته له يوې سختې جگړې وروسته له دغې ولسوالۍ څخه وسله وال طالبان وايستل . هغه په دغې جګړه كې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې داړولو ادعا هم وكړه . دكندهار دوالي په وينا، امنيتي ځواکونو په ولسوالۍ کې امنيت ټينګ کړى او اوس هلته هيڅ ستونزه نشته . طالبانو له غورک مخکې، د کندهار ولايت ميانشين ولسوالۍ هم نيولې وه چي وروسته افغان اوناټو ځواكونو بېرته ورڅخه واخيسته . د مرکز له بايللو سره-سره، طالبان وايي چي اوس هم دغورك ولسوالۍ ډيري برخې د دوى په ولکه کې دي. په غورک کې د ناامنۍ لامل په سيمه کې، په تېره بيا د گاونډي هلمند ولايت د نارامې ولسوالۍ سنگين، کې د وسله والو طالبانو پراخ فعاليتونه بلل کېږي. بلخوا د كندهار دژېړۍ ولسوالۍ چارواكو دوسله والو طالبانو په يوه بريد كې د دريو افغان سرتيرو دوژل كيدو او پنځوتنو نورو دټپي كېدو خبر وركړى . ځايي چارواكي وايي نښته هغه مهال رامنځته شوه چي وسلواله والو طالبانو دافغان سرتيرو پريوې امنيتي پوستې بريد وكړ . چارواكي په دغه جګړه كې د ١٣ طالب جنګيالو دوژل كېدو اوگڼ شمير نورو دټپي كيدو ادعا هم كوي .خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي خپله مرګ ژوبله نه مني او د وژل شويو افغان سرتيرو شميره ترلسو ډېره بولي . ژېړۍ له تيرو په تېرو دوو كلونو کې دوسله والو طالبانو، افغان اوناټو ځواكونو ترمنځ ددرنو جګړو سيمه پاتې شوې ده . | ورسره تړلي نور خبرونه 'د ولسواليو بايلل د پوليسو کمزورتيا ده'20 جون, 2007 | خبرونه طالبانو د کندهار يوه ولسوالۍ بايللې، بله يې نيولې20 جون, 2007 | خبرونه چارواکي:طالبانو يوه ولسوالۍ نيولې ده 19 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||