|
چارواکي:طالبانو يوه ولسوالۍ نيولې ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
وسله والو طالبانو د افغانستان په سوېلي ولايت کندهار کې يوه ولسوالۍ د څو ورځو له جگړو څخه وروسته نيولې ده . افغان پوځ وايي دوى د ميانشين له ولسوالۍ څخه د ټاکټيکي دلايلو له مخې وتلي دي . د کندهار د پوليسو مشر جنرال عصمت الله عليزي بي بي سي ته وويل چې طالبان اوس د ميانشين پر ولسوالۍ بشپړه ولکه لري . نوموړي وويل ، پوليسو له هغه ځايه په ټاکټيکي توگه شاتگ کړى او ولسوالۍ يې پريښې ده خو ډير ژر به يې بيا ونيسي . د طالبانو يو وياند بي بي سي ته وويل چې دوى د ميانشين د ولسوالۍ ولکه د څلور ورځو له جگړې وروسته تر لاسه کړه . په تير يوه کال کې رسنيو د طالبانو له خولې د څو ولسواليو د نيولو راپورونه ورکړي دي خو له څو ورځو او ان ساتونو څخه وروسته يې بيا پريښي دي . له بلې خوا د اورزگان له ولايت څخه لا هم ددرې پرله پسې ورځوراهيسې د روانې جگړې راپورونه رارسيږي . دغه راپورونه وايي چې له سلو څخه ډير کسان دغې نښتې ټپيان کړي دي او د اورزگان مرکزي روغتون ته ددرملنې لپاره راوستل شوي دي . د روغتون چارواکي د ټولو ټپيانو ددرملنې اسانتياوې نلري ځکه خو د هغوى په درملنه کې پاتې راغلي دي . يو ولايتي چارواکي پر ولسمشر حامد کرزي غږ وکړ چې چورلکې ورواستوي چې ټپيان د کابل روغتونو ته راوليږدوي . نوموړي وويل ، فکر کوي چې له شپيتو څخه ډير ملکي وگړي د ديرش طالب سرتيرو سربيره وژل شوي دي . په دې نښته کې اولس تنه افغان سرتيري هم وژل شوي دي . خو ناټو وايي چې دوى د ملکي خلکو د مرگ ژوبلې په اړه مالومات نلري . په بل ځاى کې يو سړى هغه مهال ټپي شو چې هڅه يې کوله چاودېدونکي توکي په هيواد کې د امريکايې ځواکونو د لوې اډې بگرام څخه بهر ځاى په ځاى کړي . د امريکا پوځ او د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې چاودونکي توکي له پوځي اډې څخه بهر پخپله وچاودل. دوى وويل چې دغه سړى اوس د افغان پوليسو دپوښتنو اښتنو لاندې دى . | ورسره تړلي نور خبرونه کابل ورځپاڼې : تاوتريخوالي مخه ونيسى 19 جون, 2007 | خبرونه په سويل کې ناټو سرتېرى اوطالبان وژل شوي18 جون, 2007 | خبرونه م.م. د ماشومانو پر وژنو 'ژوره اندېښنه' ښوولې18 جون, 2007 | خبرونه د هلمند په گريشک کې ولې پرله پسې جگړه کيږي ؟18 جون, 2007 | خبرونه خپلواک : د قربانيانو له کورنيو مو بخښنه وغوښته18 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||