BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:34 گرينويچ 2007 ,18 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م.م. د ماشومانو پر وژنو 'ژوره اندېښنه' ښوولې

افغان ماشومان (د ارشيف انځور)
په وروستيو کې د زياتېدونکي تاوتريخوالي په ترڅ کې په څو پرلپسې پېښو کې افغان ماشومان وژل شوي
په افغانستان کې د وروستي تاوتريخوالي په ترڅ کې ملکي خلکو په تيره بيا ماشومانو ته د اوښتې مرگ ژوبلې له امله ملگرو ملتونو سخته انديښنه په ډاگه کړې ده.

په کابل کې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال کرس الکساندر په دغې مرگ ژوبلې کې د طالبانو وسله واله ډله پړه وبلله.

ملگري ملتونه داسې مهال د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې خبره راپورته کوي چې د ناټو او وسله والو طالبانو تر منځ د يوې اونۍ د اخ و ډب په ترڅ کې تر سلو ډير ملکي وگړي چې يوه ډيره برخه يې ماشومان جوړوي وژل شوي دي .

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال کرس الکساندر هغو يوولسو ماشومانو ته اشاره وکړه چې د جمعې په ورځ په ارزگان ولايت کې په يوه ځانمرگي کې بريد ووژل شول. د دۀ په وينا د دغو بريدونو تر شا د وسله والو طالبانو لاس دى.

هغۀ وويل: ''زموږ شميرې او د نورو شميرې ښيي چې بريدونه د طالبانو لخوا پيليږي او دغه بريدونه د زياتو ملکي وگړو د مرگ ژوبلې سبب گرځي.''

خو يوازې ځانمرگي بريدونه او د سړک د غاړې بمونه نه دي چې ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اړوي.

ډير ځله داسې هم ليدل شوي چې د ناټو او ايتلافي ځواکونو په بمباريو او ډزو کې عام وگړي وژل شوي دي، لکه نن سهار چې په پکتيکا ولايت کې د يوې ديني مدرسې اوه تنه زده کوونکي د ايتلافي الوتکو د بمبارد په پايله کې ووژل شول. تيره اونۍ هم په کونړ ولايت کې ايتلافي سرتيرو پر افغان ماشومانو ډزې کړې وې چې له امله يې درې تنه ماشومان ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول .

څه باندې درې کاله مخکې په غزني کې د نړيوالو ځواکونو په بمبارۍ کې د وژل شويو ماشومانو قبرونه (د ارشيف انځور)
افغان ماشومان يوازې د حکومت د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې نه، بلکې د بهرنيو ځواکونو په پوځي عملياتو کې هم ډېر شمېر وژل شوي

بل لور ته د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتونو د ملاتړ صندوق (يونيسيف) ويلي چې په افغانستان کې د ماشومانو ژوند ته ورپيښو گواښونو د هغوى انديښنې څو برابره ډيرې کړي دي.

په افغانستان کې د دغې ادارې يوه چارواکې نوريکوايزومي وويل :''د يونيسيف اداره د ټولو هغو گواښونو په اړه چې ماشومانو ته پېښ دي ډيره په انديښنه کې ده، اوس مهال د افغانستان ماشومانو ته تر بل هر چا ډير گواښونه ورپيښ دي، او دا زموږ لپاره د انديښنې وړ خبره ده.''

ملگري ملتونه د افغانستان په لانجمنه کشاله کې د ټولو ښکېلو غاړو نه په کلکه غوښتنه وکړه چې د ملکي وگړو خونديتوب دې له پامه نه غورځوي او هغه بريدونه دې نور په ټپه ودروي چې په ترڅ کې يې ماشومان او نور بې گناه خلک وژل کيږي.

خو دغه شان غوښتنې په تېر کې هم په وارو وارو تکرار شوې او د دواړو غاړو تر منځ د روغې جوړې موضوع ډيره زياته شاربل شوې، خو له هيلو سره سم کوچ ترينه نه دي راوتلي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت