|
کابل ورځپاڼې : تاوتريخوالي مخه ونيسى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل سې شنبې په ورځپاڼو کې د زياتيدونکو نا امنيو په اړه ډيرې ليکنې خپرې شوي اود چارواکو د ډيرې پاملرنې غوښتنه يې کړې ده . د افغانستان ورځپاڼې امنيتي حالاتو ته په پام سره ويره ښولې چې داهيواد بيا د تيرو کلونو د ملکي جگړو په لومه کې ونه لويږي . د ورځپاڼې په دغه مطلب کې راغلي دي ، هغه وخت چې طالبان له واکه ولوېدل او دغه ډله نوره تيته شوه ،افغان دولت او نړيوالې ټولنې ځانونه د لوبې گټونکي بلل او امنيتي گواښونو ته يې لږ پاملرنه وکړه . دې ورځپاڼې په هيواد کې د ځانمرگو بريدونو د شمير زياتوالي ته په پام سره ، دا انديښنه هم څرگنده کړې ده . چې له گاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران سره اړيکي ښه نه دي او ويره يې ښولې چې افغانستان د تيرو شپږو کلونو لاسته راوړنې په ډير کم وخت کې له لاسه ورنکړي . د قله ارزو په نامه يوې بلې خپرنۍ هم په ورته ليکنه کې د افغانستان دولت په دې پړ بللى دى چې د ټيکاو د رامنځته کولو لپاره پريکنده چلند نه کوي او د پخلاينې سياست هم نلري . دغه خپرنۍ په دې باور ده چې طالبان د نړۍ له گوډ گوډ څخه د يو شمير کړيو ملاتړ لري چې بنسټپالى دريځ لري او د القاعدې ملاتړ د اسلام ملاتړ بولي . دې ورځپاڼې د نړۍ له اسلامي پوهانو غوښتي دي چې د يو ليک د خپرولو له لارې ځانمرگي بريدونه وغندي او هغه ډلې چې په ورته کارونو بوختې دي ،د سوله ييز چاپيريال رامنځته کولو ته وهڅوي . د اصلاح ورځپاڼې بيا د نړيوالې ټلوالې د بمباريو له کبله د پکتيکا په ولايت کې د ماشومانو وژنه د اورپکو په غاړه اچولې ده او استدلال يې کړى چې د افغانستان په ليرې پرتو سيمو کې د ملکي خلکو او د وسله والو طالبانو توپير سخت دى . دې ورځپاڼې پر طالبانو تور لگولى چې ملکي خلک دناټو د بمباريو په وړاندې د انساني سنگر په توگه کاروي . د راه نجات ورځپاڼې بيا د امنيت د سمون لپاره د واليانو او نورو ولايتي چارواکو د ټاکنې په اړه د دولت ډيره پاملرنه غوښتې ده . دې ورځپاڼې ټينگار کړى چې د افغانستان دولت له هرڅه وړاندې له لاسه وتلي باور بيا رغاونې ته اړتيا لري او دا هغه مهال شونې ده چې ددولت پر لوړو څوکيو وړتيا لرونکي خلک وگمارل شي . | ورسره تړلي نور خبرونه د کابل چاپي خپرونو ته کتنه: د غبرگولې ٢٨مه18 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||