BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:16 گرينويچ 2007 ,18 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل چاپي خپرونو ته کتنه: د غبرگولې ٢٨مه
په کابل کې د تېرې ورځې خونړى ځانمرگى بريد او د لاملونو شننه يې د پلازمېنې د چاپي خپرونو د سر سر ټکي جوړوي.

راه نجات ورځپاڼې په ټوله کې د ځانمرگي بريدونو لاملونه په گوته کړي چې وايي د بهرنيو ځواکونو له لورې د ولسي خلکو وژنې، په جگړه ځپلو سيمو کې د حکومت کمزورى واک او له اورپکو ډلو سره د بهرنيو هېوادونو ملاتړ په افغانستان کې د ځانوژنې بريدونه هڅوي.

ورځپاڼه ليکي چې د دغو لاملونه موندل او په سمه توگه د هغو چاره کول د دا ډول بريدونو د مخنيوي يوازېنۍ اغېزمنه لار ده.

انيس ورځپاڼې د پروني بريد د عواملو په شننه کې له هېواده بهر کړۍ پر دغه مرگونې بريد پړې بللې چې وايي په افغانستان کې د ننه اورپکې ډلې ورته د لاسپوڅو په توگه چوپړ کوي.

''کابل د طالبانو تر گواښ لاندې دى'' د افغانستان ورځپاڼې د هغۀ مطلب سرليک دى چې پکې وايي اورپکې ډلې له عراقه، تر پاکستانه او بيا تر افغانستان پورې ټول په يوۀ ځنځير تړلې او د ورانکاريو په ترسره کولوکې ښه همغږي لري.

 د بمي چاودنو او خونړيو بريدونو د زياتوالې لامل د حکومت کمزورتيا ده او افغان چارواکي د خپلو ستونزو د پټولو لپاره گاونډيو هېوادونو ته گوته نيسي
چراغ ورځپاڼه

چراغ ورځپاڼې بيا د بمي چاودنو او خونړيو بريدونو د زياتوالې لامل د حکومت کمزورتيا گڼلې او ليکي چې افغان چارواکي د خپلو ستونزو د پټولو لپاره گاونډيو هېوادونو ته گوته نيسي.

ورځپاڼه همدا ډول دوه ورځې مخکې د کابل په لوېديځ کې پر ولسي خلکو د بهرنيو ځواکونو لخوا ډزو او د يوۀ تن وژنې ته اشاره کوي. چراغ دا ډول پېښې هم د ناامنيو د هڅونې يو لامل بولي او وايي چې په دې ډول سره د خلکو او حکومت تر منځ شته باور له منځه ځي.

ويسا ورځپاڼې په افغانستان کې د ناامنۍ زياتوالى او د بريدونو ډېرېدل په پراخې سيمې پورې تړلې بولي او ليکي چې د هېواد د نويو پرمختياوو تر شا د روسيې او ايران لاس دى.

د ويسا په باور، نړۍ يوځل بيا دوه قطبي شوې او دا د هېوادونو په سيمه ييزو اړيکو باندې مخامخ اغېز کولى شي.

اصلاح ورځپاڼې د ځانمرگي بريدونو او چاودنو پايلې د هغو ډلو لپاره ناوړه بللې چې ترسره کوي يې او ليکي چې د دغو ډلو رښتينې څېرې په دا ډول کارونو سره ولس ته لا ښه په ډاگه کېږي. ورځپاڼه زياتوي چې په دې توگه پر اورپکو ډلو د عامو خلکو باور نور هم پسې کمېږي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت