|
د کابل چاپي خپرونو ته کتنه: د غبرگولې ٢٧مه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل ورځپاڼو نن په خپلو سرليکنو کې د حکومت مخالفو وسله والو زياتېدونکي بريدونه، د بهرنيو ځواکونو د پوځي عملياتو څرنگوالى او له ايرانه افغانستان ته د وسلو د لېږد مساله راخيستې. افغانستان او هشت صبح ورځپاڼو په کابل او مزار شريف کې د تېرې ورځې ځانمرگي بريدونو ته په اشاره خپلې سرليکنې په هېواد کې زياتېدونکي تاوتريخوالې ته بېلې کړې. افغانستان ورځپاڼې نړيوالې ټولنې ته د ناامنۍ د ختمېدود غوره لارې په توگه د افغان پوليسو او پوځ د پياوړتيا وړانديز کړى. ورځپاڼه ليکي چې مرستندويه هېوادونه بايد د حکومت تر جوړونې او په سياسي چارو کې تر ښکېلتيا مخکې د امنيت ټينگولو ته پام وکړي. هشت صبح ورځپاڼې بيا په مزار او کابل کې بريدونه د حکومت د وسله والو مخالفينو په جگړه ييز تکتيک کې د بدلون داسې نښه گڼلې چې وايي هغوى غواړي لوى ښارونه په نښه کړي. تېره ورځ په کابل او مزار شريف کې ځانمرگي چادنو لږ ترلږه پنځه کسان ووژل او گڼ نور يې ټپيان کړل. چراغ ورځپاڼې د اتو لويو صنعتي هېوادونو په وروستۍ غونډه کې د افغانستان په اړه شويو خبرو ته په اشاره، په جگړه کې د ولسي خلکو د خونديتوب لپاره پر بهرنيو ځواکونو د لا کوټليو گامونو اخيستلو غږ کړى. ورځپاڼه ليکي چې د ناټو له لورې د خپلو پوځې عملياتو د څرنگوالي په اړه بيا کتنه او له افغان حکومت سره د زياتې همغږۍ مساله چې په غونډه کې راپورته شوه خورا مهم ټکي دي چې بايد په عمل کې ورته پام وشي. ليکوال همدارنگه د پوځي عملياتو پر مهال بهرنيو ځواکونو ته د افغانانو د ملي او کلتوري حساسيتونو په پام کې نيولو سپارښتنه هم کړې. ويسا ورځپاڼې بيا پر افغان چارواکو د هغه څه لامله نيوکه کړې چې وايي له نورو هېوادونو سره په چلند کې بې جراته دي. ورځپاڼه کاږي چې حکومتي چارواکي تل د گاونډيو هېوادونو د لاسوهنې په وړاندې خورا سست او له بېځايه احتياطه ډک غبرگون ښيي. ويسا په ښکاره وسله والو طالبانو ته د ايران له لورې د وسلو د رالېږل کېدلو اوازو ته اشاره کوي چې په وروستيو کې بيا تودې شوې. ورځپاڼه ليکي چې افغان چارواکي د وسلو د لېږلو په مساله کې مخامخ د ايران لاسوهنې ته گوته نه نيسي، بلکې هڅه کوي چې د دغۀ کار پړه د نشه يي توکو پر قاچاقوړونکو واچوي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||