|
چارواکي وايي شاوخوا ١٠٠ طالبان وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي او امريکايي پوځ وايي په لسگونو وسله وال طالبان يې په بېلابېلو نښتو او پوځي عملياتو کې په افغانستان کې وژلي دي. د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي تېره شپه يې شاوخوا ٦٠ وسله وال طالبان وروسته له هغه ووژل چې په سويل ختيځ ولايت پکتيکا کې يې پر حکومتي موخو د بريد تابيا لرله. خبرپاڼه وايي په برمل ولسوالۍ کې پر دغو وسله والو چې د پاکستان له پولې راوښتلي وو بمونه وغورځول شول او ټول مړه شول. وسله وال طالبان خپله مرگ ژوبله نه مني او وايي چې دوى تېره شپه په برياليتوب سره پر يوۀ حکومتي مرکز بريد کړى او تښتېدلي. د پکتيکا په څنگ کې، په غزني ولايت کې د ايتلاف ځواکونه وايي يو شمېر القاعده جنگيالي يې وژلي او ٢٠ يې نيولي. د ايتلافي ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي په هغو پوځي عملياتو کې چې نن سهار وختي يې په گېرو ولسوالۍ کې پر دريو کورونو ترسره کړل، پکې د يو شمېر القاعده جنگياليو د وژلو سربېره ٢٠ تنه يې ونيول شول. خبرپاڼه وايي کله چې دوى سيمې ته د عملياتو لپاره ورغلل پټ شويو وسله والو پرې بريد وکړ چې بيا دواړه لورې سره ونښتل او وسله والو ته يې مرگ ژوبله ور واړوله. هاخوا، د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې، د ځايي چارواکو په وينا، نهه وسله وال طالبان او دوه افغان پوليس په يوه نښته کې وژل شوي دي. نښته تېره شپه رامنځته شوې. د طالبانو يوۀ وياند وويل د دوى يو ملگرى په جگړه کې مړ دى او دوه نور ټپيان دي او تر دې د زياتو مرگ ژوبلو راپورونه يې رد کړل. بلخوا، دکندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې، د امريکايي پوځ د خبرپاڼې په ليکنه، ٢٠ وسله وال طالبان تېره ورځ له ايتلافي او افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول. خبرپاڼه وايي لومړى وسله والو پر دوى بريد وکړ چې دوى يې ځوابي عمل ته اړ کړل او په پايله کې يې د اوه ساعته نښتې په ترڅ کې ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول. همدارنگه د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونه په ارزگان ولايت کې هم د ورته نښتې په ترڅ کې د څو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى. په يوه بله پېښه کې، د هلمند ولايت په گرشک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د لاريو د هغو شپږو تنو چلوونکو سر پرېکړى چې په سيمه کې يې بهرنيو ځواکونو ته خوراکي او نور اړين توکي لېږدول. د دغو کسانو د وژنې خبر له مخکې طالبانو ورکړى و، خو اوس ځايي چارواکي وايي دوى د شپږو تنو سرپرېکړي مړي موندلي چې له سنگين ولايت څخه ستنېدل. د افغانستان په سويل او سويل ختيځ کې د دغو پېښو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې په دغو سيمو کې ناامني تربل هر وخت په چټکۍ سره په زياتېدا ده. | ورسره تړلي نور خبرونه په سويل کې ناټو سرتېرى اوطالبان وژل شوي18 جون, 2007 | خبرونه يو بل خونړى کال17 جون, 2007 | خبرونه چارواکي وايي په کندهار کې ١٥ طالبان وژل شوي16 جون, 2007 | خبرونه په سويل کې بيا جگړې شوې13 جون, 2007 | خبرونه په سويل کې ناټو او افغان سرتېري وژل شوي12 جون, 2007 | خبرونه بهرنيو سرتېرو او طالبانو ته دسر زيان اوښتى10 جون, 2007 | خبرونه افغان سرتېري او وسله وال طالبان وژل شوي09 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||