BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:20 گرينويچ 2007 ,24 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په سويل کې نوې جگړې او عمليات پيل شوي

گرشک
د ناټو ځواکونه وايي د گرشک او سنگين په سيمو کې د عملياتو موخه له طالبانو څخه د سيمې پاکول دي
ناټو ځواکونه وايي له افغان ځواکونه سره يې يو ځاى د افغانستان په سويل کې د سختو جگړو سره له نښتو سره جوخت نوي پوځي عمليات پيل کړي.

ناټو ځواکونه وايي دغه نوي عمليات يې د هلمند ولايت د گرشک او سنگين ولسواليو په ځينو سيمو کې د چکوش (څټک) په نامه پيل کړي چې وايي موخه يې له وسله والو طالبانو څخه د سيمې پاکول دي.

د دغو ځواکونو خبرپاڼه وايي په گډه سره يو څو زره افغان او ناټو سرتېري په دغو وروستيو پوځي عملياتو کې برخه لري.

د عملياتو له پيلېدو سره جوخت، له هلمند او کندهار ولايتونو څخه د درنو جگړو راپورونه راغلي چې وسله وال طالبان پکې له ناټو او افغان سرتېرو سره ښکېل دي.

د هلمند د عملياتو او جگړې په اړه، په سويلي زون كې د ناټو عمومي قوماندان تورن جنرال جيكو پيج يوې خبري غونډې ته وويل چې تر اوسه وسله والو طالبانو ته درانه زيانونه اوښتي دي.

خو وسله وال طالبان وايي چې له ناټو ځواكونو سره په دغې جګړه كې ورته زيان نه دى اوښتى اوادعاكوي چې دناټو دوه ګاډي يې له ليرې په كنټرولېدونكو ماينونو الوزولي اوپكې سپاره سرتيري يي وژلي دي .

د کندهار په شاوليكوټ ولسوالۍ كې له نن (سه شنبه) سهار راهيسې د يادو شوو خواوو تر منځ جگړه پيل شوې ده. ناټو ځواکونه وايي دغه جگړه د افغان سرتېرو په ملتيا دوى پيل کړه چې موخه يې د هغو وسله والو په شا تمبول دي چې له څوورځو راهيسې دكندهار-ارزګان پرلويه لاره پرافغان ځواكونو بريدونه كوي . په سيمه کې د ناټو ځواكونو چارواکي وايي په جګړه كې يې طالبانوته درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده .

ځايي چارواكې وايي دكندهار-ارزګان لويه لاره له تيرو پنځو ورځو راپدېخوا وسله والو طالبانو دترافيكو پرمخ تړلې ده.دارزگان كندهار دلوي لارې دپوليسو مشر، ولي جان، بي بي سي ته وويل چې طالبانو ددغه لوي لارې د امنيت ساتونكو پريوې پوستې بريدكړى دوه پوليس يې وژلي او درې تنه نور يي ټپيان كړي دي .

بل پلو دافغانستان دملي دفاع وزرات دكندهار په ارغنداب ولسوالۍ كې ديو لړعملياتو په ترڅ كې د ١٣ طالبانو دوژل كيدو خبر وركړى.

دملي دفاع وزارت له لورې يوه خپره شوې خبرپاڼه ليكي چې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو ددوشنبې په ورځ د کندهار دارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو كې عمليات پيل کړل چې چې په پايله کې يې ١٣ تنه طالبان ووژل شول چې مړي يې هم د جګړې په ميدان کې پاتې شول .

همداډول ددفاع وزرات په خبرپاڼه كې د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې دافغان ځواكونو دعملياتو په ترڅ کې د څلورو شکمنو طالبانو دنيولو خبر ورکړى دى .

خودوسله والو طالبانووياند، قاري يوسف احمدي وايي چې په زابل اوكندهار ولايتونو كې دوى ته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى اوادعاكوي چي دوى دناټو ځواكونو څلورګاډي له ليرې په كنټروليدونكى ماينونو الوزولي اوپكې سپاره تر ١٠ زيات سرتيري يي وژلي دي.

په بله جلا پېښه کې، د ناټو ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دوى نن (سه شنبه) يو افغان موټر چلوونکى هغه مهال وواژه چې دوى پرې شک راغى. وايي دغه موټر چلوونکي ته د ناټو سرتېرو لخوا څو ځلې د درېدو اشارې وشوې، خو هغۀ خپل گاډى ونه دراوه او په پاى کې د دوى د سرتېرو په ډزو کې ووژل شو.

ورسره تړلي نور خبرونه
افغان تاوتريخوالي١٠کسان وژلي دي
12 جولاى, 2007 | افغانستان
په کندهار کې پوليس وژل شوي
09 جولاى, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت