|
په تازه بريدونو کې افغان پوليس وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل، شمال او لوېديځ کې په تازه تاوتريخوالي کې لږ تر لږه پنځه پوليس او درې ولسي خلک وژل شوي او څلور نور پوليس نادرکه شوي دي. په لوېديځ ولايت هرات کې، چارواکي وايي د فارسي ولسوالۍ يو پوليس د نا څرگندو وسله والو په بريد کې وژل شوى. وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ د جنايي جرمونو د پلټنې د څانگې پر مشر د بريد پړه پر غاړه اخيستې او له ده سربېره يې د څلورو نورو پوليسو د وژنې ادعا هم کړې. په بله پېښه کې، په شمالي ولايت، بلخ، کې د لويې لارې د ساتنې پر يوۀ پوليس افسر بريد شوى او دى له خپل يوۀ تن ساتونکي سره وژل شوى دى. په بلخ کې امنيتي چارواکي وايي د لارو د ساتنې د د پوليسو پر يوۀ قومندان هغه مهال بريد وشو چې گزمه يې کوله. بلخ چې په پرتليزه توگه ارام ولايت دى، دوه ورځې وړاندې د يوې بلې امنيتي پېښې شاهد هم و. د ولايت په مرکز، مزار شريف ښار، کې د علماوو د ولايتي شورا وسله والو له پښو وغورځاوه. په سويل کې، په کندهار او هلمند کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په نښتو کې دوه پوليس مړۀ او څلور تنه نور نادرکه شوي دي. چارواکي وايي د كندهار په ژيړۍ ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو اوافغان سرتيرو ترمنځ جگړه كې يو افغان سرتيرى وژل شوي، دوه تنه ټپيان شوي اوداتو طالبانو دوژل كېدو خبر هم وركړ ل شوى دى . وسله وال طالبان وايي چي دوى ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ادعا كوي چي د دوى په بريدونو كې پنځه حكومتي سرتيري وژل شوي دي. كندهار ته نژدې دهلمند ولايت په ګرشك ولسوالۍ كې بيا وسله والو طالبانو دكندهار- هرات دلويې لارې د امنيت ساتونكو پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى . چارواكي وايي په دغه بريد كې يو پوليس مړ، څلور ټپيان اوڅلور هم نادرکه شوي دي . د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعاكوي دوى شپږ حكومتي سرتيري وژلي اوڅلور تنه نور يې له ځان سره بيولي . دګرشك په ګاونډۍ ولسوالۍ سنګين كې بيا، دچارواكو په وينا، د وسله والو طالبانو اوولسي وګړو ترمنځ په نښته كې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي . دهلمندامنيه قوماندان مل پاسول محمدحسين انډيوال وايي دولسي وګړو او وسله والو طالبانوترمنځ جګړه وروسته له هغه وشوه چې ولسي وګړو طالبانو ته د دوى له سيمې څخه د وتلو وويل. عيني شاهدان وايي طالبانو ددغو دريو كسانو مړى پريوۀ سړك ايښي اوخلكو ته وايي 'څوك چي دطالبانو مخنيوى كوي دغه به يي سزا وي '. دسويل له يوه بل ولايت، زابل، څخه هم دجګړې خبر رارسيدلى. خو د دوى د دغې ادعا خپلواک پخلى تر اوسه نه دى شوى. | ورسره تړلي نور خبرونه په کندهار کې اوه پوليس وژل شوي02 جولاى, 2007 | خبرونه 'امريکايي پوځ اوه تنه افغان پوليس وژلي'12 جون, 2007 | خبرونه په افغانستان کې شپږ پوليس وژل شوي21 مۍ, 2007 | خبرونه په غزني کې څلور پوليس وژل شوي10 مۍ, 2007 | خبرونه په افغانستان کې ١٣ پوليس وژل شوي06 مۍ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||