BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:10 گرينويچ 2007 ,18 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پوليسو او ايتلافي سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتي

په خوست کې د څلورو پوليسو له وژل کېدلو سره سږکال د وژل شويو پوليسو شمېره کابو ٦٩٠ ته رسېږي
په خوست کې پر پوليسو نوى بريد په داسې مهال کې کېږي چې د کورنيو چارو وزير اعلان وکړ چې په روان کال کې ٦٨٥ پوليس وژل شوي دي
په افغانستان کې د تازه تاوتريخوالي په ترڅ کې شپږ افغان پوځيان او امنيتي کسان وژل شوي او نهه تنه د امريکا په مشرۍ د ايتلاف سرتېري ټپيان شوي دي.

د سويل ختيځ ولايت خوست په علې شېر ولسوالۍ کې چې د پاکستان له پولې سره نژدې پرته ده د پوليسو يوه گزمه تر بريد لاندې راغلې او څلور پوليس وژل شوي دي.

درې نور پوليس د په دغې چاودنه کې ټپيان شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل نن اعلان وکړ چې په روان کال کې ٦٨٥ پوليس وژل شوي دي. دۀ وويل د هغو پوليسو شمېره چې د سړک د غاړې په چاودنه کې وژل شوي دي تر هغو چې له وسله والو سره په مخامخ جگړه کې وژل شوي وي زياته ده.

هاخوا، په کونړ ولايت کې په ورته چاودنه کې له امريکايي ځواکونو سره د ملو افغان پوځيانو دوه تنه وژل شوي دي.

د کونړ د پوليسو مشر عبد الجلال جلال وايي په ناړۍ ولسوالۍ کې چاودنه له ليرې د کنترولېدونکي ماين لامله رامنځته شوه.

هاخوا، په کندهار کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو نهه سرتېري په يوۀ بريد کې ټپيان شوي دي.

د ايتلافي ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي پر سرتېرو يې کندهار ښار ته نژدې تېره ورځ د درنو وسلو او د اوږې د سر د راکټونو بريد وشو. خبرپاڼه وايي د سرتېرو د تحقيقاتي ډلې پر گزمې باندې پر سړک باندې له دوو بېلابېلو موضع گانو بريد وشو، چې دوى يې په سپکو وسلو ځواب ورکړ.

ورسره تړلي نور خبرونه
په هلمند کې ډنمارکى سرتېرى ووژل شو
16 اکتوبر, 2007 | افغانستان
په کندهار کې پوليس وژل شوي
09 جولاى, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت